د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د یمن انصارالله ډله، چې «حوثیان» بلل کېږي او ایران یې ملاتړی دی، د نړیوال ترهګر سازمان په توګه وپېژنده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوې اعلامیې کې په دې اړه ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ یوه لومړۍ ژمنه د عمل جامه واغوسته.
روبیو د ټرمپ ۱۴۱۷۵ نمبر اعلامیې ته په اشارې ویلي دي: «د حوثیانو فعالیتونه په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو او غیر پوځیانو امنیت، په سیمه کې زموږ د نژدیو شریکانو مصونیت، ثبات او سمندري تجارت ته ګواښ دی.»
روبیو ویلي دي: «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نننی اقدام زموږ د ملي ګټو د امنیت، د امریکا د خلکو د مصونیت او د متحدو ایالتونو د امنیت د ساتنې په اړه د ټرمپ د حکومت د تعهد څرګندوی دی.»
د بهرنیو چارو وزارت ټېنګار کړی دی د ترهګرۍ په ضد جګړې دا ډول اقدامات د ترهګریزو فعالیتونو د محدود کولو اغیزناکه لاره ده.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي چې متحده ایالتونه به د حوثيانو په څېر نړیوالو ترهګریزو سامانو سره تعامل د «نړیوال مشروع تجارت» په توګه ونه زغمي.
د یمن حوثي یاغیانو په اسرائیل باندې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومې نېټې له بریدونو او په غزې کې د اسرائیل له عملیاتو وروسته، په سرې بحېرې کې په نړیوالو تجارتي بېړیو بریدونه کول او ویلي چې دا بریدونه له حماس سره د پیوستون څرګند کولو په هدف کوي.
د حوثیانو دغو بریدونو په سرې بحیرې کې په نړیوال تجارت باندې اغیز وکړ او ځینو شرکتونو سمندر کې اوږدې او قیمتي لارې غوره کړې. متحدو ایالتونو د حوثیانو د بریدونو په ځواب کې په یمن کې د هغوی په تاسیساتو باندې بریدونه هم وکړل.
فورم \ دبحث خونه