د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيل دفاع وزیر تائید کړ چې په سوریې کې یې هوايي برید کړی


اسرائيل وايي ټول هغه کسان به په نښه کوي چې په دوی باند بریدونه کوي
اسرائيل وايي ټول هغه کسان به په نښه کوي چې په دوی باند بریدونه کوي

د اسرائيل د دفاع وزیر اسرائیل کنټز د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب۲۳) د سوریې په مرکز دمشق باندې هوايي برید تائید کړ او ویې ویل چې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې «د جلب او ادارې مرکز» یې په نښه کړی دی.

د اسرائيل پوځ ویلي دي‌ چې دې ډلې له دغه مرکز څخه د اسرائیل په ضد «ترهګریز فعالیتونه» تنظیم او ترسره کول.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو ډلې، چې د سوریې په جګړې نظر ساتي، ویلي دي ‌چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی دی.

د اسلامي جهاد ډله، تر اوربند مخکې، د حماس تر څنګ د اسرائیل په ضد جنګېدله.

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې ده چې په سیمې کې به د ټولو هغو کسانو په ضد دا ډول بریدونه وکړي چې «پر موږ حمله» کوي.

د اسرائيل د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د اسرائيل په ضد به هېڅ ډول اسلامي تروریزم ته بخښنه نه وي. اجازه نه ورکوو چې سوریه د اسرائيل لپاره په یو ګواښ بدله شي.»

د اسلامي جهاد یوې سرچېنې ویلي دي، چې اسرائيلي ځواکونو یې په یوې ودانۍ برید کړی او یو شمېر کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په سوریې کې د اسلامي جهاد استازي اسماعیل النداوي فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې دا ودانۍ له پنځو کالونو راهېسې بنده وه او چا ورته تګ راتګ نه کاوه او «اسرائيل په دغه برید سره یوازې د پیغام رسول» غوښتل.

د سوریې رسمي خبري اژانس «سانا» راپور ورکړی دی چې په دې برید کې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي خلک وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG