د لاس رسي وړ اتصالات

جنګونو افغانستان او نړۍ کې ۶۵ میلیونه خلک بې ځایه کړي


افغان چاروکي وايي یوازې په جنوبي ولایتونو کې دوه سوه زره خلک بې ځایه شوي دي
افغان چاروکي وايي یوازې په جنوبي ولایتونو کې دوه سوه زره خلک بې ځایه شوي دي

ملګري ملتونه وايي د افغانستان او سوریې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې روانو جنګونو د بې ځای شویو خلکو او کډوالو شمېر ۶۵.۳ میلیونو ته رسولی دی.

دا د ۲۰۱۵ کال ترپایه پورې ثبت شوې شمېره ده. په ۲۰۱۴ کال کې د کډوالو شمېر ۶۰ میلیونه ته رسېدلی و، چې له دویم نړیوال جنګ وروسته یو ریګارډ وبلل شو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دغه تازه ارقام په خپل کلني راپور کې خپور کړل. دغې ادارې د نړۍ په مشرانو غږ کړی چې په اړوندو هېوادونو کې جنګونه ودروي چې د نورو خلکو د مهاجر او بې ځایه کېدو مخه ونیول شي.

اسوشیټډپرس وايي د دغې ادارې عالي کمېشنر، فیلیپو ګرندي، وویل" موږ د جنګونو د درېدو لپاره اقدام غواړو، سیاسي اقدام غواړو. له دغه حالت نه دا پیغام ترلاسه کیږي، که ستونزه حل نکړئ، تاسو هم ورسره مخامخ کیږي."

ملګري ملتونه وايي تېرکال په هرې یوې دقیقې کې ۳۴۰۰۰ کسان بې ځایه شوي دي. په دوی کې یې ۴۰.۸ میلیونه خلک په هغو هېوادونو کې بې ځایه شوي چې جنګونه په کې روان دي.

همدغه راز ۲۱.۳ میلیونه نور خلک مهاجر شوي دي او ۳.۲ میلیونه نورو خلکو بیا سیاسي پناوې غوښتې دي او تر یو میلیون زیات خلک اروپا ته تللي دي.

افغان کډوال او ملګري ملتونه

افغان چارواکي وايي روانو جنګ جګړو یوازې د افغانستان په جنوب کې دوه سوه زره (۲۰۰۰۰۰) خلک بې ځایه کړي دي.

په جنوب کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر یو چارواکي عبدالعزیزاکرمي امریکاغږ اشنا ته وويل "په حدود د دوه لکو داخلي بېځایه شوي لرو، چې ښارونو ته راغلي چې د اوبو مشکل لري، د سرپنا مشکل لري او د کار مشکل لري."

په یادو ولایتونو کې ډېر بې ځایه شوې د هلمند دي، چې شمېر یې ۱۴۰ ته رسیږي، خو په نورو ولایتونو کې لسګونه زره خلک بې ځایه شوي دي.

اخوا، ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنر، فیلیپو ګراندي، سره ولیدل او په نړۍ کې يې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې.

د ارګ اعلامیه وايي ښاغلي غني فلیپ ګراندي ته په ځانګړي توګه په افغانستان او ایران کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب او ستونزو د حل یادونه وکړه.

اعلامیه وايي د ملګرو ملتونو استازي ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د مهاجرو د ستونزو په حل او هغوی ته د اړینو مرستو په رسولو کې به لا ګړندي ګامونه واخلي. فیلیپو ګراندي د کډوالو په نړیواله ورځ کابل ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG