د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیان کې د دمبورې جشن د اسلام خلاف نه دی – بلاغي


بامیان په څو تیرو کلونو کې د یو شمیر فرهنگي او هنري جشنونو کوربه و
بامیان په څو تیرو کلونو کې د یو شمیر فرهنگي او هنري جشنونو کوربه و

د بامیان ولایت د حج او اوقاف ریاست وايي د دمبورې د جشن جوړول یو ټولنیز او مدني پروگرام دی او د دیني او اسلامي ارزښتونو سره مغایرت نه لري.

د بامیان ولایت د شیعه عالمانو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې ولایت کې د دمبورې د جشن جوړیدل د دیني او اسلامي ارزښتونو خلاف بللي او ویلي یې دي چې "باید ددې پروگرامونو مخنیوی وشي چې د فساد د زیاتیدو سبب کیږي".

د بامیان ولایت حج او اوقاف د ریاست د جوماتونو عمومي مدیر او د شیعه علماو د شورا غړی نصرالله بلاغي په دې هکله د امریکا غږ ته وویل "دغه جشن یو مدني، ټولنیز او فرهنگي پروگرام دی او د دیني او اسلامي ارزښتونو سره چندان مغایرت نه لري، ځکه په ټوله اسلامي نړۍ کې دا ډول پروگرامونه جوړیږي".

د علماو د مخالفت سره سره د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست او د بامیان محلي ادارې ویلي دي چې د دمبورې جشن چې گټاکل شوې د جمعې او شنبې په ورځو جوړ شي د خلکو د فرهنگي ارزښتونو له ډلې څخه دی او د هغې لغوه کولو ته هیڅ کوم منطقي دلیل نشته.

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ ریاست سرپرست سید احمد حسین احمدپور، وایي "په بامیان کې د فرهنگي او هنري جشنونو جوړول تر زیاتې اندازې د خلکو په غوښتنه کیږي او د دمبورې جشن د خلکو فرهنگ او هنر معرفي کوي او په دې کې هیڅ داسې پروگرام نه دی ځای کړای شوی چې هغه دې د اسلام د عرف، عنعنو او ارزښتونو خلاف اوسي او علما یې په هکله مخالفت وکړي".

خو د بامیان ولایت د شیعه علماو د شورا مرستیال محمد سجاد محسني وایي "حکومت، اسلامي حکومت دی او مونږ اجازه نه ورکوو چې حکومت دغه پروگرام جوړ کړي، ځکه دا حرام دي او که جوړ یې هم کړي علما مجبور نه دي چې د هغه په وړاندې اقدام وکړي".

د بامیان د علماو د شورا غوښتنه په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو د کارونکو او د بامیان ولایت د مدني فعالینو له سخت غبرگون سره مخامخ شوې او یو شمیر یې د خپل فیسبوک د پاڼې عکسونه د دمبورې په عکس ښکلي کړي دي.

په وروستیو کلونو کې په بامیانو کې په مختلفو مناسبتونو څه دپاسه لس فرهنگي او هنري جشونه جوړ شوي دي. په دوو تیرو کلونو کې د بامیان یوه ډله نجونې د محلي موسیقۍ د الاتو او دمبورې په زده کولو یو د محلي موسقۍ یوه ډله جوړه کړې او فعالیت یې پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG