د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا جمهوري ریاست ته د ټرمپ بیا راستنېدل


ډونالډ ټرمپ د متحده ایالتونو د ۴۷م ولسمشر په توګه د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۰ (سلواغې لومړۍ) لوړه وکړه. دا واک ته په تاریخي شکل د داسې یوه کس راستنیدل دي چې په نهو کلونو کې یې په یوه ویشل شوي هیواد کې جمهوري غوښتونکی ګوند بیا سره راجوړ کړ.

ټرمپ وایي چې دی د امریکایي رایه ورکوونکو په وړاندې د یوه بې سارې او قوي ماموریت په درلودلو سره بیا انتخاب شوی دی.

ډونالډ ټرمپ وايي: «غواړم د امریکا له خلکو څخه ددې ځانګړي ویاړ په خاطر چې زه یې ددې هیواد د ۴۷ او ۴۵ جمهور رئیس په توګه غوره کړی یم، مننه وکړم. زه به ستاسې، ستاسې د کورنیو او ستاسې د راتلونکې لپاره مبارزه وکړم. هره ورځ به ستاسې لپاره مبارزه کوم. زه به تر هغه پورې آرام پاتې نشم څو چې مې ددې وطن اولادونو ته یوه قوي، خوندي او هوسا امریکا چې مستحق یې دي، نه وي جوړه کړې.»

ټرمپ په داسې حال کې واک ته رسیږي چې هغه نه غواړي یوې پوښتنې ته هم د نه ځواب ترلاسه کړي.

د نیویارک ټایمز خبریال راس بوټنر وايي: «فکر کوم تاسې یو څوک وینئ چې په خپل درک د پام وړ باور لري.»

راس بټنر او سوزان کراګ د نیویارک ټایمز تحقیقاتي خبریالان او د (خوشچانس بایلونکي) د کتاب مشترک لیکوالان دي، دوی دې ته چې ټرمپ څنګه ځان په خپله یو میلیاردر بولي، په ښه نظر نه ګوري.

راس بوټنر وايي: «هغه د اتیایمې لسیزې راهیسې په هغه چا چې تقریبا په هر څه کې تخصص لري، اعتماد ندی کړی. نوموړی تل هغوی له پامه غورځوي او غواړي فضا داسې شي چې دی یې غواړي.»

د ټرمپ پر ودانیو په لویو طلایي حرفو د هغه نوم لیکل شوی دی، هغه څه چې د نوموړی جاه طلبي او ځان ښودل ښکاره کوي.

سوزان کراګ وايي: «کله چې هغه له نیویارک ټایمز سره خبري کولې د هغه شتمني ۲۰۰ میلیونه ډالره وه خو کله چې یې تر یوې لسیزې وروسته د ۶۰ دقیقو د خپرونې سره خبرې کولې دا یو میلیاردو ډالرو ته رسیدلې وې.»

ټرمپ د یوه توافق رامنځ ته کوونکي یا قرار داد جوړنکي په توګه ځان مطرح کړ. هغه په خپل نوم په میلیونونو ډالر وګټل. خو د بریا تر شاه یې مشکلات هم وو. د هغه کمپنیو شپږ ځله د دیوالي کیدو اعلان هم کړی دی. د هغه قمارخانې پیسې د لاسه ورکړې او وتړل شوې.

ټرمپ د اپرنټس په نامه د خپلې ټلویزیوني خپرونې سره بیا راڅرګند شو او دا ددې لامل شو چې هغه ستر مقام ته ورسیږي.

ډونالډ ټرمپ چې کله د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې کاندید وو، ویلي وو: «ښاغلیو او اغلیو، زه په رسمي ډول د متحدو ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو ته دریږم. او موږ به خپل هیواد بیا با عظمته کړو.»

ټرمپ داسې کس وو چې بښنه یې نه غوښته او سپین غږیده او یو قطبي نشنلست کاندید و.

هغه ویلي: «کله چې مکسیکو خپل خلک را استوي نو هغوی خپل غوره کسان نه لیږي. هغوی مخدره مواد، جرایم راوړي، هغوی جنسي تیري کوونکي دي. فکر کوم یو شمیر یې ښه خلک دي.»

د ولسمشر په توګه هغه د سترې محکمې درې قاضیان وټاکل او هغوی مرسته وکړه چې د سقط جنین فدرالي حقوق بدل کړي.

د ۲۰۲۰ کال په پیل کې کرونا۱۹ د ټرمپ لپاره ازموینه وه. هغه په عاجله توګه د ژوند ژغورونکو واکسینونو د جوړیدو بهیر تعقیب کړ. خو همدارنګه داسې ښکاریده چې نوموړی غواړي ووایي ساینسپوهان د ویروس د وژلو لپاره د بلیچو د تزریق کولو مطالعه کوي.

په داسې حال کې چې څه باندې نهه میلیونه امریکایان په دې ویروس ککړ شول او د وژل شویو شمیر تر ۲۳۰ زره کسانو واوښت، رایه ورکوونکو په هغه کال جوبایډن د خپل راتلونکي ولسمشر په توګه وټاکه.

د جمهوري ریاست وروسته، ټرمپ په څو جرمي قضایاوو تورن شو او لومړی پخوانی ولسمشر وو چې مجرم وپيژندل شو.

خو ټرمپ وروسته له هغه نور هم محبوب شو چې تیر کال د ترور د دوو هڅو څخه وژغورل شو او په دې سره د هغه او د هغه د ملاتړو ترمنځ ارتباط نور هم ټینګ کړ.

د ټرمپ یوه مینه واله پام سمیټ وايي: «خدای د هغه لپاره یو پلان لري. بې شکه هغه د یو هدف او دلیل لپاره روغ پاتې شو. په دې هیلې سره چې هغه به ۴۷ ولسمشر وي.»

له هغه وخته راهیسې چې ډونالډ ټرمپ د سیالۍ ډګر ته دانګلي دي، د امریکا سیاست هیڅکله د پخوا په شان ندي پاتې شوی. ترمپ چې د بیرته راستنیدو د هنر د کتاب لیکوال دی، وروسته له هغه بیا واک ته راستنیږي چې د امریکا په تاریخ کې یې ستره بریا ترلاسه کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG