د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو کې په لسګونو کسان په نادرو زهرجنو خوړو مسموم شوي


روسي چارواکو وویل ۱۲۰ کسان په هغو ترکاریو مسموم شوي چې د یو شرکت له لورې په انلاین بڼه پلورل کیدې. (عکس: ارشیف)
روسي چارواکو وویل ۱۲۰ کسان په هغو ترکاریو مسموم شوي چې د یو شرکت له لورې په انلاین بڼه پلورل کیدې. (عکس: ارشیف)

د روسیې روغتیایي چارواکو د دوشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۸) وویل چې په پایتخت مسکو کې په خوړو د مسمومیت د یو ډول نادرې او خطرناکې ناروغۍ د خپرېدو له کبله لږ تر لږه ۱۲۰ کسان روغتون ته وړل شوي او د ۳۰ کسانو وضعیت د سختې اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

روغتون ته په انتقال شویو ناروغانو کې د "بوتولیزم" نښې لیدل شوي دي. دا په خوړو کې د مسمومیت یو خورا خطرناک ډول بلل کیږي چې د ناروغ عصبي او تنفسي سیستمونه فلج کوي او د مړینې سبب کیږي.

روسي چارواکو وویل دا کسان په هغو ترکاریو مسموم شوي چې د یو شرکت له لورې په انلاین بڼه پلورل کیدې. د یکشنبې په ورځ ددغه شرکت فعالیت تړل شوی او په اړه یې جنایي تحقیقات پیل شوي دي.

د روسیې دولتي خبري اژانسونو د دوشنبې په ورځ د مسکو د ښاروال د مرستیالې انستاسیا راکووا له خولې وویل: "په ټولیز ډول ۱۲۱ کسانو د طبي درملنې لپاره مراجعه کړې ده... دا مهال د ۵۵ کسانو وضعیت ښه نه دی او ۳۰ تنه په عاجلې خونې کې تر درملنې لاندې دي."

په مسکو کې د خوړو او درملو د کنترول ادارې "روسپوټریبناډزور" د شنبې په ورځ وویل چې "د بوتولیزم تر شک لاندې قضیو په اړه کې اپډیمولوژیکي پلټنې " ترسره کوي. د مسکو څارنوالۍ هم د مصرف کوونکو د خوندیتوب له معیارونو څخه د سرغړونې په اړه د جنايي تحقیقاتو د پیل کولو خبر ورکړی دی.

د ښاروالۍ مرستیالې انستاسیا راکووا وویل چې مسموم شوي کسان پر وخت روغتون ته وړل شوي او "ژوند ته یې کوم ګواښ" نشته.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د خوړو څخه په پیدا شويو د "بوټولیزم" په قضیو کې که د "انټيټوکسین" درملو په مرسته د ناروغ عاجله درملنه ونشي، د مړینې لامل کیږي.

بوټولیزم یو ډیر نادر روغتیايي حالت دی، چې معمولا د ناسمو پروسس شويو خواړو له امله رامنځته کیږي او له هغو خوړو سره تړاو لري چې په قطیو کې پلورل کیږي. دا ناروغي ساري نه بلل کیږي.

د "کوچنیا نا ریون (سیمه‌ ییز پخلنځي)" په نوم د خوړو د پلورلو انلاین شرکت چې د مسمومیت له دغو پېښو سره تړاو لري، د "احتمالي خطر پیښو" لامل یو ډول لوبیا ښودلې او ویلي یې دي چې د ترکاریو پلورل یې ځنډولي دي.

د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول اروپایي مرکز په وینا، په ۲۰۲۱ کې د اروپا په اقتصادي سیمه (اي اي اې) کې د بوتولیزم ۸۲ پېښې ثبت شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG