د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې د ملکي وګړو پر موټر هوايي برید شوی ـ ځايي خلک


په خوست کې ځينې سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په علي شېر او تريزايي ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د يو ماشوم په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي چې پنځه د يوې کورنۍ غړي دي.

په دې ولايت کې د کوچيانو شورا مشر ګل مرجان فاروق زوی نن شنبه د نومبر پر ۳۰مه«لېندۍ۹مه»امريکا غږ ته وويل، چې دغه بريد د کوچيانو په مېشت سيمه ”ببرک تاڼه‟ کې وړمه شپه پر يوه کرولا ډوله موټر شوی دی.

هغه وويل، چې په موټر کې په نښه شوې کورنۍ د خوست ښار په يوه روغتون کې د ماشوم تر ولادت وروسته بېرته خپل کور ته پر لاره وه، چې په ياده سيمه کې پرې هوايي بريد شوی دی.

د کوچيانو شورا مشر ګل مرجان فاروق زوی زياته کړه چې د بريد په نتيجه کې په نښه شوی موټر له منځه تللی دی.

د ده په وينا:"په وژل شويو کې د يوې کورنۍ دوې ښځې، دوه ماشومان چې يو يې نوی زيږيدلی و، د ماشومانو پلار او بل يې کليوال شامل دي."

په ورته وخت کې د خوست د والي وياند طالب منګل امريکاغږ ته تاييد کړله چې دوې ورځې مخکې په ياده ولسوالۍ کې پر يوه موټر هوايي بريد شوی، خو وايي، چې نور معلومات به تر پلټنو وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

د خوست د ولايتي شورا غړي جانمير ځاځي هم د يادې پېښې پخلی وکړ، خو په دې اړه يې نور معلومات ور نه کړل.

تر دا مهاله په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG