د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: مخدره توکي د افغانستان د جګړې ۶۰ فیصده تمویلوي


د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د "ډابلن کوچنۍ ډلې" په غونډه کې وویل، د افغانستان د جګړې لویه برخه د نشه‌يي توکو له کاروبار څخه تمویلیږي.

د "ډابلن کوچنۍ ډلې" غونډه نن د سې‌شنبې په ورځ (مې ۲۹) له مخدره موادو سره د ګډې مبارزې په برخه کې د نړیوالو د مرستو راجلبولو او همغږۍ لپاره، د افغان حکومت د چارواکو، د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه.

ښاغلي عبدالله غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې ناامني، د تروریستي ډلې فعالیتونه او جرمونه له نشه‌يي توکو سره مستقیمې اړیکې لري او زیاته یې کړه "د افغانستان د جګړې د تمویل د سرچینې، د ۴۰ فیصدو دغه رقم... یا ۶۰ فیصده، ښيي چې په دې برخه کې زموږ هڅې باید څو برابره زیاتې او متمرکزې شي".

ښاغلي عبدالله، د مخدره موادو د تولید او پروسس پر فابریکو باندې د بهرنیو ځواکونو وروستۍ بمبارۍ ګټورې وبللې او وې ویل، چې دغو بریدونو د تروریستي ډلو د تمویل په سرچینو کې د پام وړ کموالی راوستی دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې تیرکال د افغانستان په شمال او نورو ناامنو سیمو کې د کوکنارو پراخه کښت د دې لامل شو، چې په دغه هیواد کې د مخدراتو د تولید کچه په بې‌ساري ډول لوړه شي.

خو ښاغلي عبدالله وویل، که چیرې د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې د افغان حکومت هڅې او د نړیوالې ټولنې همکاري نه وی، نو اوس به وضعیت څو برابره خراب وی.

د افغانستان اجرائیه رئیس د مخدره موادو ستونزه نړیواله وبلله او له ټولو هیوادونو څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل، چې د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو له همکارۍ پرته، له مخدره موادو سره مبارزه مثبته نتیجه نه ورکوي.

اجرائیه رئیس دغه راز په ملي کچه په قوانینو او پالیسیو کې د اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پلان، د مخدره موادو د قاچاق پر ضد د مبارزې څرنګوالي او په دې برخه کې د افغان ځواکونو د ځانګړې قطعې د رامنځ ته کولو پر سر به د حکومت د چارواکو په کچه بحث وشي.

XS
SM
MD
LG