د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو تر ۵ سلنه حسابونه جعلي دي ـ انصاري


د افغانستان د انټرنټ د مديريت ټولنې په دغه هیواد کې د ټولنیزو رسنیو د جعلي حسابونو د کارونې او په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د زورولو په اړه په خپرو شوو راپورونو اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د انټرنټ د ټولنې د بورډ مرستیال عمر منصور انصاري نن د دوشنبې په ورځ د «چنګاښ پر۱۷مه»په کابل کې د افغانستان د انټرنټ د مديريت درییم کلني کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د انټرنټ څخه ګټه اخیستنه په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو د کارونې له لارې مخ په پراخېدو ده.

خو هغه وویل، ډیر افغانان د انټرنټ له ګواښونو او خطرونو څخه خبر نه دي.

ښاغلي منصور وویل:"دوه تر پنځه فیصدو پورې ټولنیزې رسنۍ د جعلي حسابونو څخه ډکې دي او همدا ټولنیزې رسنۍ، چې دي نشي کولی، چې سل فیصده یې پاکي شي او جعلي حسابونه له منځه یوړل شي".

د افغانستان د انټرنټ مديريتي کنفرانس دې کلنۍ غونډه کې د انټرنټ د سکټور پورې اوړند له دوو سوو څخه زيات د انټرنټ فعالانو، شریکانو، کارپوهانو، پاليسي جوړوونکو، د مدني ټولنې او خصوصي سکتور اړوند مشرانو او استازو، د پوهنتونونو استازو او تخنيکي پوهانو ګډون کړی وو.

دغو ګډونوالو د انټرنټ پورې په اړوندو مسایلو لکه د انټرنټ د خدماتو قيمت او کيفیت، د انټرنټ او معلوماتي سیسټمونو امنيت، تازه مسايل او ټکنالوجۍ (لکه لويه ډیټا او د اشياوو انټرنټ)، پر ليکه انساني حقوق، ټولنیزې رسنۍ او الکرونیکي دیموکراسې پر مسلو خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محمد فهيم هاشمي د افغانستان د انټرنټي ټولنې په کنفرانس کې د ګډون تر څنګ په خپلو خبرو کې د انټرنټي خدماتو شرکتونو د قیمتونو او همدا راز د افغان ټیلي کام مخابراتي شرکت د عمده نرخونو د کمښت په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل، چې د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت سره چې د انټرنټ عمده واردوونکی دی، بحثونه روان دي تر څو د انټرنټ عمده نرخونه را کم کړي. هغه په ټینګار وویل، چې دا تخفیف باید د شرکتونو مشتریانو ته ورسېږي.

ښاغلي هاشمي وویل:" له انټرنټ ګټه اخیستنه د هر افغان حق دی او موږ هڅه کوو چې د هېواد ټولو سيمو ته انټرنټي خدمات وغځوو".

د افغانستان د انټرنټ د ټولنې د بورډ مرستیال عمر منصور انصاري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د د افغانستان د انټرنټ د مديريت کنفرانس د جوړیدو هدف د حکومت، مدني ټولنې، خصوصي سکټور او تخنیکي ټولنې فعالان سره یوځای کیږي او د اڼترنيت پر مهمو مسلو سره غږیږي.

ښاغلي انصاري وویل:"موږ په افغانستان کې د انټرنټ تخنکي زیربنا د خدماتو کیفیت، قوانین او پالیسۍ او ستونزو باندې بحث کوو".

د افغانستان د انټرنټ د مديريت ټولنه په ۲۰۱۷ کال کې جوړه شوې ده.

په افغانستان کې د دغه هیواد د ګاونډیو پرتله د انټرنت قمیتونه خورا لوړ دي، چې د دې سربیره کفیت یې هم ښه نه دی.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ انټرنیټ له خپلو ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي.

اوس مهال په دغه هیواد کې ۹.۷ میلیونه خلک انټرنیټ ته لاس رسی لري. اکثره افغانان د انټرنټ څخه د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو څخه د خپلو خپلوانو سره د اړیکو د نیولو لپاره کار اخلي.

XS
SM
MD
LG