د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د هلمند کجکي کې۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي


د هلمند سیمه ییز چارواکي‌ وايي، نن سهار وختي درې بجې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د سې شنبې په ورځ د «مرغومې پر څلورمه» امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې عملیات په سیمه کې شوي، خو وايي، په اړه به يې کره جزئیات وروسته د رسنیو په واک کې ور کړي.

افغان سرتېری
افغان سرتېری

د هلمند یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې پوځي عملیات د وسله والو طالبانو پر یوه مرکز شوي چې په ترڅ کې يې ۱۸ وسله وال وژل شوي، یو ټپي او یو بل تن يې هم نیول شوی.

سرچینه زیاته وي چې عملیات په «ده بابا» سیمه کې تر سره شوي.

یاد پوځي عملیات د کجکي په ولسوالۍ کې ځانګړو افغان ځواکونو تر سره کړي.

په ورته وخت کې د خاصو عملیاتو د قول اردو له لوري په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې د کجکي ولسوالۍ د پوځي عملیاتو په اړه ويل شوي چې افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو له مرکز څخه د ځینو وسلو او مهماتو په ګډون دوه موټر هم نیولي او په سیمه کې يې له‌منځه وړي.

دغه عملیات نن سې شنبې تر سره شوي
دغه عملیات نن سې شنبې تر سره شوي

خو د هلمند ځايي اوسېدونکي بیا وايي چې عملیات د یوې دیني مدرسې پر طالب زده کونکو شوي او مرګ ژوبله هم هغوی ته اوښتې.

د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي جمعه خان امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې نظامي عملیات د سیمي پر یوه دیني مدرسه تر سره شوي او پکښې وژل شوي کسان هم د ديني مدرسې زده کونکې طالبان دي.

کجکي د هلمند په شمال کې د اروزګان او کندهار ولایتونو سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده چې ډېری برخې يې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې دي.

خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG