د لاس رسي وړ اتصالات

سرپل او لوګر کې ۱۹ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي ـ چارواکي


د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي
د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي

د سرپل والي عبدالقادر اشنا وايي چې تیره شپه اپریل ۲۲ ( غوايي دوهمه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له امله یې یوولس امنیتي سرتیري وژل شوي او نوولس نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي اشنا امریکا غږ اشنا ته وویل چې په دغو ولسوالیو کې پر افغان امنیتي ځواکونو دا بریدونه تیره شپه شااوخوا یوه بجه پیل شوي وو چې د یو ساعت لپاره یې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړه: "تیره شپه طالبانو له درې اړخونو زموږ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې یوه برید د اب دست ولسوالۍ پر مرکز کې د ملي اردو د کنډک شاوخوا ته او بل هم د سوزمه قلعه په ولسوالۍ کې وو او یو بل د سانچارک ولسوالۍ کې وو چې طالبانو هم تلفات لرل او مونږ اته تنه شهیدان او نهه ټپیان لرل او په سوزمه قلعه کې هم درې شهیدان او اته ټپیان لرو".

د سرپل والي وویل چې د طالبانو دا بریدونه د ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو پر پوستو شوي، خو دایې ونه ویل چې تلفات کومو امنیتي ادارو سرتیرو ته رسیدلي دي.

د بلې خوا د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې تیره شپه ( غوايي دوهمه) وسله والو طالبانو د لوګر په ولایت کې د عینک د مسو د کان پر ساتوونکو بریدونه کړي چې له امله یې د دغه کان اته ساتوونکي وژل شوي دي.

د وزارت ویاند عبدالقدیر مطُفي امریکا غږ اشنا ته وویل چې دا برید عینک د کان د کمربند پر امنیتي پوستو شوی دی.

د سرپل والي عبدالقادر اشنا بیا وایي چې دوی د طالبانو د برید په اړه له وړاندې خبر وو او دغې ډلې د سرپل شاوخوا ولایتونو څخه هم خپل وسله وال د دغو بریدونو لپاره راغوښتي وو.

هغه په دغو بریدونو کې طالبانو ته د اوښتو تلفاتو په هکله جزئیات ورنکړل.

د سرپل د ولایتي شورا یو غړي اسدالله خرم د سرپل امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

ښاغلي خرم امریکا غږ اشنا ته وویل، که چیرې د سرپل د امنیت غم ونه خوړل شي، نو ممکن د دغه ولایت یو شمیر سیمې وسله والو طالبانو ته په لاس ورشي.

طالبانو تراوسه د دغو جګړو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د تیرو څلور ورځو راهیسې طالبانو د افغانستان په دریو شمالي ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې له امله یې له دېرشو زیات افغان امنیتي سرتیري مړه او ټپیان شوي دي.

د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG