د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو او پرسونل۴۰ بریدونه شوي ـ سره صلیب


د سره صلیب نړیواله اداره وايي، د ۲۰۲۰ کال له پیل څخه بیا تر جولای میاشتې پورې په افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو او پرسونل ۴۰ بریدونه شوي دي.

د سره صلیب ادارې نن چهارشنبه سپټمبر ۲۳ (تلې دوهمه) ویلي چې د دغه بریدونو پرمهال ۱۹ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې په اعلامیه کې ویل شوي: "د روغتیا څارنې ۱۵ مرکزونه زیانمن او یا هم مستقیما بریدونه پرې شویدي، د روغتیا څارنې ۴ مرکزونه د وسله والو لخوا نیول شوي. د روغتیا څارنې پر مرکزونو بریدونه د میلیونونو افغانانو ژوند په خطر کې اچوي، ځکه چې د روغتیایي څارنې اړینو خدمتونو ته به لاسرسی له لاسه ورکړي."

په بیان کې ویل شوي چې په دغه موده کې ۲۱ روغتیايي پرسونل هم له دې وجې کلک متاثر شوی چې یو شمېر کسان یې مړه، ټپیان او تښتول شوي دي.

خو دا یې نه دي ویلي چې څومره کسان یې مړه، ټپیان او تښتول شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې چې پر روغتیايي مرکزونو او پرسونل د بریدونو له امله یو میلیون کسان له روغتیايي خدماتو څخه بې برخې شوي دي.

د افغانستان امنیتي ارګانونو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سره صلیب نړیواله اداره په افغانستان کې، د بندیانو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو، روغتیايي او ځينو نورو بشري برخو کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG