د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې تړون وروسته د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د بشري حقونو اندېښنه


د بشري حقونو کميسیون د ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت بللی
د بشري حقونو کميسیون د ملکیانو په نښه کول جنګي جنایت بللی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د دوی معلوماتو په اساس د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون تر لاسلیک وروسته ۲۰۲ ملکي افغانانو او دولتي مامورینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه نېټه په دوحه کې له طالبانو سره افغانستان ته د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړ.

د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې د دوی د څېړنو له مخې د یادې هوکړې تر لاسلیک وروسته یو شمېر ملکي وګړي، دولتي مامورین، قومي مشران، دیني عالمان، ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یا هم برمته شوي دي.

یاد کمېسیون ویلي: "په دې کې ۸۳ تنه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان شوي دي،په وژل شوو کې ۸ ښځې او ۸ ماشومان شامل دي او په ټپیانو کې ۱۵ ښځې او ۱۶ ماشومان شامل دي."

د بشري حقونو کمېسیون وايي چې په دغه موده کې ۳۵ تنه ملکي وګړي برمته شوي هم دي چې تر اوسه یې برخلیک نه دی څرګند.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د یادو پېښو ۵۰ سلنه عامل طالبان او پاتې نورو عامل داعش او ناڅرګند افراد بللي دي.

یاد کمېسیون د ملکي خلکو وژل او برمته کول جنګي جنایت بللی او د جګړې له ښکېلو غاړو څخه یې غوښتي چې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدمات وکړي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل روانه اونۍ وویل چې په تېره یوه اونۍ کې د طالبانو لخوا ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG