د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې هاوان لګېدو درې ماشومان او یوه مېرمن وژلې


د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو د هاوان لګېدو له امله څلور تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش د جمعې په ورځ (سلواغې ۱۸مه) امریکا غږ ته وویل چې په وژل شوو کسانو کې درې ماشومان یوه ښځه شامله ده او یوه بله ښځه هم ټپي شوې ده.

هغه وویل چې دغه هاوان د قیصار ولسوالۍ په بېش کپه کلي کې د طالبانو لخوا توغول شوی و، خو وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

بېش کپه د قیصار ولسوالۍ له نا امنیه سیمو څخه ده چې تر دې مخکې هم د جګړې د ښکېلو لورو لخوا د توغول شوو هاوانونو له امله ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا د فاریاب روغتیايي مسؤلینو د ټپي شوي مېرمنې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی او وايي چې کېدایشي د وینې بهېدو له امله د یادې مېرمنې دوې پښې غوڅې شي.

XS
SM
MD
LG