د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو دوو اونیو کې ۸۹ ملکیان وژلي – ملي امنیت شورا


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې یوازې په تیرو دوو اونیو کې۸۹ ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د شنبې په ورځ جون ۱۳( غبرګولي ۲۴) خبریالانو ته ویلي چې په دغو بریدونو کې ۱۵۰ نور ملکي افغانان ټپیان شوي هم دي.

د ملي امنیت د شورا د ویاند د ادعا له مخې ملکیانو ته دا شمیر تلفات د سړک د غاړې د ماینونو په چاودنو او د طالبانو په مخامخ جکړو کې پیښ شوي دي.

ښاغلي فیصل ویلي چې ملکي افغانانو ته په ۲۹ ولایتونو کې مرګ ژوبله اوړیدلې ده چې پر وینا یې د نورو ولایتونو پرتله په کندهار، کابل او سرپل کې تلفات زیات وو.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي " ملکي تلفات په داسې حال کې پیښ شوي چې د تیر په پرتله په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره هڅې زیاتې شوي دي او د موافقې له مخې باید مسلمان وژنه او افغان وژنه پای ته ورسیږي".

طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا دغه راپور رد کړی او هغه یې پروپاګند بللی دی.

په افغانستان کې د ښکیلو غاړو ترمنځ په نښتو کې اکثره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په راپور کې د لومړیو دریو میاشتو د ملکي تلفاتو د ۵۵ فیصدو مسولیت پر طالبانو اچول شوی او د ۳۲ فیصدو مسولیت د افغان حکومت پر پلوي ځواکونو اچول شوی دی.

د ملي امنیت شورا د ملکي تلفاتو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تیره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال د کابل د شیرشاه سوري په جومات کې د ماین د چاودنې له امله د دغه جومات امام او خطیب مولوي عزیزالله مفلح د درې نورو لمونځ کوونکو سره ووژل شو او نهه تنه نور ټپیان شول.

تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. افغان حکومت او طالبانو د شیرشاه سوري پر جومات برید په سختو ټکو غندلی دی.

XS
SM
MD
LG