د لاس رسي وړ اتصالات

'له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۵۷۶زره کډوال هیواد ته ستانه شوي'


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي، له ایران څخه افغانستان ته ۵۷۱۸۰۰ افغانان بیرته هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې دغې نړېوالې ادارې په یو بیان کې ویلي چې دا شمېر افغان کډوال د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري له لومړۍ نېټې راهیسې خپل هېواد ته ستانه شوي.

په بیان کې راغلي چې یوازې په تېره اونۍ کې ۲۶۸۰۱ بې‌اسناده کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د پخوا په پرتله ۵ فیصده زیاتوالی ښيي.

له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو بهیر په هغه هېواد کې د کروناویروس د ناورغۍ له پراخېدو وروسته چټک شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور په اساس په ۲۰۲۰ کال کې له پاکستان څخه ۵۰۰۱ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د یادې ادارې په وینا یوازې په تیره اونۍ کې ۲۳۱ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان د کروناویروس د پراخېدو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د تورخم او سپین بولدک – چمن دروازې وتړلې خو وروسته یې په قفه يي ډول خلاصې کړې.

تیره اونۍ د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت امریکا غږ ته وویل چې د روان ۱۳۹۹ په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې پنځه لکه کډوال هیواد ته بیرته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال باهر رضا وویل چې د یادو کډوالو زیاته برخه له ایران څخه هیواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یوازې په تیرې وږې میاشتې کې څه باندې ۸۱زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راغلي چې په وینا یې سم نیمايي په زوره ایستل شوي دي.

هغه وویل چې هیواد ته په راستنو شوو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې د کار لپاره ایران ته تللي وو.

XS
SM
MD
LG