د لاس رسي وړ اتصالات

انتوني وین: ناټو کې د اوکراین د غړیتوب موضوع به په روسیه کې د پوتین ملاتړ زیات کړي


په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني وین
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني وین

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ارل انتوني وین وايي په شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) کې د اوکراین د شاملولو موضوع به په روسیه کې د پوتین د ملاتړ د زیاتېدو لامل شي.

ارل انتوني وین وايي، که په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په موضوع کې بیړه وشي، پوتین به خلکو ته ووايي چې لویدیځې نړۍ، امریکا او ناټو غوښتل اوکراین خپل لورې ته کش کړي او روسیه محاصره کړي.

ښاغلی وین وايي، دا به نوموړي ته پلمه برابره کړي چې پر اوکراین خپل برید توجیه کړي، هغه برید چې ددې امریکايي دپلومات په خبره، تر ډیره د پوتین د ملتپالنې له روحیې سرچینه اخلي.

انتوني وین له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "د پوتین پرېکړې تر یوه حده احساساتي، چې د روسیې پر ملتپالنه، د روسیې پر پخواني برم، او پر دې خبره چې امریکا او نور غواړي، چې د روسیې پخوانی برم له دوی څخه واخلي، ولاړې دي. چې دا کار به د یوې بدې پرېکړې کولو لامل شي."

وین وايي، خلک پدې اړه ډېر احتیاط کوي او نه غواړي چې په روسیه کې د ملتپالنې د اور لمبې لاپسې زور واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې په لیتوانیا کې د ناټو سرمشریزه چې د سه شنبې په ورځ پای ته ورسېده، ترډیره د وکراین پر ملاتړ متمرکزه وه. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په دغه غونډه کې یوځل بیا په ناټو کې د اوکراین پر غړیتوب ټینګار وکړ. خو انتوني وین وايي، دا خبره واضح ده چې امریکا په ناټو کې اوکراین ته د غړیتوب ورکولو په اړه زړه نا زړه ده.

له انتوني وین سره مرکه دلته وګورئ.

XS
SM
MD
LG