د لاس رسي وړ اتصالات

تور بانجان، بوتل، کټ؛ پاکستاني کاندیدان له عجیبو انتخاباتي نښو شکایت کوي


د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د ټولټاکنو کاندید امیر مغل رایې ورکوونکو ته خپله انتخاباتي نښه تور بانجان ښيي.
د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې د ټولټاکنو کاندید امیر مغل رایې ورکوونکو ته خپله انتخاباتي نښه تور بانجان ښيي.

کاندید امیر مغل د رایې ورکوونکو یوې غونډې ته خپل انتخاباتي نښان تور بانجان ښيي او وايي، په را روانو ټاکنو کې ځینو کاندیدانو ته عجیبې نښې ورکړل شوي دي.

په پایتخت اسلام اباد کې د پخواني زنداني شوي صدراعظم عمران خان دا ملاتړی کاندید وايي: "تور بانجان اوس د ټولو ترکاریو پاچا دی. دا اوس د پاکستان په سطحه یو مشهور نښان دی."

په پاکستان کې چې ۶۰ سلنه خلک یې باسواد دي، سیاسي ګوندونه انتخاباتي نښې ددې دپاره استعمالوي چې په انتخاباتي مبارزو او د رایې په پاڼو کې خپل کاندید تشخیص کړي.

خو پوځي مشرتابه د اپوزیسیون پر ګوندونو فشار زیات کړی، ځینې کاندیدان وايي، چارواکو ورته په قصدي ډول داسې عجیبې او له سپکاوي ډکې انتخاباتي نښې ورکړي دي ترڅو د دوی انتخاباتي مبارزې ټکنۍ کړي.

عمران خان د پنجشنبې د ورځې په ټاکنو کې له برخې اخیستلو څخه منع شوی او د هغه له تحریک انصاف ګوند څخه، د ټاکنو د کمیسیون په غوښتنو کې د پاتې راتلو له کبله، د بېټ تاریخي انتخاباتي نښان اخیستل شوی دی.

د تحریک انصاف په لسګونو کاندیدانو ته هم په انتخاباتو کې د ګډون اجازه نده ورکړل شوې او ځینو یې، چې په خپلواک ډول انتخاباتو ته ولاړ دي، له ځورول کېدو څخه شکایت کړی او وايي مجبور شوي چې په پټه کې ژوند وکړي.

ځینو کاندیدانو ته داسې بابېزه انتخاباتي نښې ورکړل شوي چې وايي، نشي کولای په خپلو انتخاباتي مبارزو کې د رایې ورکونکو ښه تاثر جلب کړي.

د انتخاباتو د کمیسیون یو ویاند وویل، کاندیدانو ته دغه نښې له هغه لیست څخه انتخاب شوي چې د خپلواکو کسانو لخوا ډیزاین شوی دی.

تور بانجان

تور بانجان په پاکستان کې د عامو غذاګانو برخه ده خو د توربانجان نښه په کمپیوټر او تلیفوني لیکلي پیغامونو کې په غیررسمي ډول د نارینه د تناسلي الې د سمبول په توګه هم استعمالیږي.

۴۶ کلن کاندید امیر مغل وویل: "د انتخاباتو کمیسیون پر موږ باندې د ملنډو وهلو دپاره دا نښه راکړې ده... موږ د خجالت احساس وکړ."

خو مغل د دغې عجیبې نښې له لارې د خپل شهرت د زیاتولو په فکر کې شو. د انتخاباتي مبارزو په غونډو کې د هغه یو همکار تل له تورو بانجانو ډکه یوه کڅوړه لېږدوي او په هره غونډه کې د ستیژ شاته په دیوالونو باندې تور بانجان ځوړندوي.

مغل د خپلو ویناګانو پر مهال تل یو تور بانجان په لاس کې نیولی وي. هغه وايي، په پاکستان کې د تورو بانجانو ارزښت څلور چنده زیات شوی دی.

مغل وویل: "دې نښان راته د حیرانتیا وړ زیات شهرت راکړی دی. خلک غواړي ورته وګوري ځکه چې دوی پوهیږي چې دا نښه د عمران خان په یو ملاتړي کاندید پورې اړه لري."

د چپرکټ نښه

د پنجاب په ایالت کې کاندید اعجاز ګدون خپله انتخاباتي حوزه د خپلو اجدادو "وروستۍ ارامګاه" بولي. هغه ته د چپرکټ انتخاباتي نښان ورکړل شوی چې ښايي د هغه د تاریخ ښه څرګندونه کوي.

د بهاولپور ښار دا ۵۰ کلن کاندید وايي: "هغوی وغوښتل چې په دې نښان سره زموږ سپکاوی وکړي. ځینو کاندیدانو ته داسې نښې ورکړل شوي چې د خلکو په وړاندې د شرم احساس کوي. دا انتخابات نه دي، یو ظلم دی."

هغه د خپل چپرکټ د نښې په اړه وویل: "دا یوه مهمه وسیله ده. کله چې ژوندي یو، پر چارپايي خوب کوو او کله چې مړه شو، خپلې وروستۍ ارامګاه ته ورباندې وړل کیږو... دا نښه په هر کور کې موجوده ده. زه اړتیا نه لرم چې هره شیبه یې خپلو ملاتړو ته وښیم."

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند ته، چې فکر کیږي د پوځ ملاتړ لري، د زمري انتخاباتي نښه ورکړل شوې ده.

خو اعجاز ګدون یې اغېزمنه نه بولي او وايي: "زمری یو خونخوار ځناور دی. موږ په خپله ټولنه کې خونخوارو ته اړتیا نلرو."

'تش بوتل'

په خیبر پښتونخوا کې کاندید شهریار اپریدی د بوتل د انتخاباتي نښې د ترلاسه کولو له امله سخت په قهر دی.

په پښتنو کې د "تش بوتل" اصطلاح چاته په کم نظر کتلو او تحقیر دپاره کارول کیږي. د خیبر پښتونخوا په محافظه کاره ټولنه کې شرابو ته هم د بوتل کلمه استعمالیږي.

د کوهاټ ښار دا ۴۵ کلن کاندید وايي: "زما په شمول، د تحریک انصاف اکثره کاندیدانو ته داسې نښانونه ورکړل شوي چې هدف یې د منفي تاثر رامنځته کول دی. موږ ته په لوی لاس داسې نښانونه راکړل شوي چې په موږ ملنډې ووهل شي."

اپریدي په دې اړه د پېښور په عالي محکمه کې عریضه هم وکړه خو څه بدل نشول.

هغه وویل: "کله چې د انتخاباتي مبارزو دپاره میدان ته راغلو، د بوتل د نښې په وجه له سخت غبرګون سره مخ شوو. په دې نښې سره زموږ کمپاین په اتومات ډول سبوتاژ شوی دی."

خو شهریار اپریدی د خپلې انتخاباتي نښې په اړه د تاثر د بدلولو د هڅې په توګه وايي: "بوتل یوازې د شرابو په معنا نه دی، په بوتل کې درمل هم وي. له همدې کبله موږ خپل نښان د درملو د بوتل په توګه وړاندې کړی دی، ترڅو په خپله ټولنه کې موجود ټول دردونه دارو کړو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG