د لاس رسي وړ اتصالات

سروی: د پاکستان ځوانان هیله من دي چې د هېواد انتخابات به یې شفاف وي


عکس: د پاکستان انتخاباتو په اړه د پاکستاني ځوانانو نظر
عکس: د پاکستان انتخاباتو په اړه د پاکستاني ځوانانو نظر

امریکا غږ د اپسوس (IPSOS) د نړیوال سازمان په مرسته په پاکستان کې یوه سروې کړې ده چې په کې ویل شوې د دغه هېواد اکثریت ځوانان هیله من دي چې د پاکستان پارلماني انتخابات به په شفاف ډول ترسره شي.

په پاکستان کې څه باندې ۵۶.۸ میلیون ځوانان په انتخاباتو کې د رایې اچولو مستحق دي، دا شمېر په پاکستان کې د ټولو رایه ورکوونکو ۴۴ فیصده جوړوي.

دا نوې سروې د جنوري د درېیمې او ۱۲ نېټو ترمنځ د پاکستان په ښارونو او کلیو کې شوې ده، په سروې کې ۲۰۰۰ ځوانان (نجونې او هلکان) د انتخاباتو، د باور وړ دولتي‌ ادارو، سیاسي ډلو، سیاستوالو او د پاکستان د اړیکو په اړه پوښتل شوي دي.

په سروی کې د ځوانانو څخه دا لاندې پوښتنې شوي دي:

ایا انتخابات به شفاف وي؟

د عامه نظر بر عکس، په سروې کې ۶۵ فیصده ځوانانو هیله ښودلې ده چې په پاکستان کې به انتخابات په عادلانه او شفاف ډول ترسره شي. خو ۲۰ فیصده یې مخالف نظر لري.

کومه اداره په ټاکنو کې د درغلیو توان لري؟
د پوښتل شویو ځوانانو ۶۸ فیصده یې په دې باور دي چې هېڅ یوه اداره او ارګان په ټاکنو کې د درغلیو توان نه لري، خو ۳۲ فیصده یې وايي چې په ټاکنو کې به درغلي‌ کېږي.
د دغې سروی په اساس، ۶۸فیصده ځوانانو ویلي دي چې ممکن د پاکستان پوځ په ټاکنو کې درغلي وکړي، ۵۰ فیصده نورو ویلي دي‌ چې د ټاکنو کمېسیون او ۴۴فیصده نور یې بیا وایي چې سیاسي ډلې به په ټاکنو کې درغلي کوي.

په انتخاباتو کې نړیوال نفوذ

ددې لاندې هیوادونو څخه کوم هېواد د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتو کې نفوذ کولای شي؟

د ۲۰۰۰ پوښتل شویو ځوانانو له ډلې څخه یې ۲۷فیصده په دې باور دي چې متحده ایالتونه کولای شي د پاکستان په ټاکنو کې نفوذ وکړي.

ځوانان په ملي بنسټونو څومره باور لري؟

آیا ځوانان به رایه ورکړي؟

په ټاکنو کې د ځوانانو لپاره مهمې موضوعګانې؟

د پوښتل شویو ځوانانو ۸۱ سلنې یې ویلي دي چې د دوی لویه اندېښنه اقتصادي انفلاسیون دی.

د بهرنۍ پالیسې په اړه د ځوانانو نظر څه دی؟

د دغې سروې په اساس، ۶۹ پاکستاني ځوانان له هند سره د ښو اړیکو پلوي دي.

ایا سیاسي مشران د ځوانانو په موضوعاتو او انتخاب پوهیږي؟

د ټاکنو پایلې به د ځوانانو په ورځني ژوند څومره اغیز وکړي؟

په پاکستان کې په ټاکنو کې وار دمخه د پوځ د مداخلې په اړه تورونه لګول شوي، چې په نتایجو باندې به مستقیم اغیز کوي. د پاکستان پوځ د دغه هېواد په سیاسي مسائیلو کې د مداخلې تور ردوي.

خو بیا هم د فبرورۍ په اتمه نېټه په پاکستان کې کېدونکي انتخابات د درغلیو او لاسوهنو له ادعاو سره مل دي.

فورم \ دبحث خونه

اړوند

XS
SM
MD
LG