د اسرائيل او حماس ترمنځ د خبرو یو منځګړي مصر د شنبې په ورځ، جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۹) وویل اسرائيل به د غزې د اوربند په لومړي پړاو کې د ۳۳ اسرائیلي یرغمل شویو کسانو په بدل کې له ۱۸۹۰ څخه زیات فلسطیني بندیان خوشې کړي.
د فرانس پرس د راپور له مخې د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بندیان به د اوربند د لومړي ۴۲ ورځني پړاو په جریان کې خوشې شي. ټاکل شوې ده چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند دغه پړاو سبا د یکشنبې په سهار پیل شي.
قطر چې د مصر او متحده ایالاتو سره یوځای یې د اسرائيل او حماس ترمنځ توافق کې منځګړیتوب کړی ویلي چې په لومړي پړاو کې به په غزه کې د حماس لخوا ۳۳ یرغمل شوي اسرائيلیان خوشې شي.
د اسرائيل د عدلیې وزارت له دې وړاندې ویلي و چې د یکشنبې په ورځ له څلور بجې وروسته به له دوی سره په بند او توقیف کې د ۷۳۷ فلسطیني بندیانو خوشې کول پیل کړي.
د هغو ۲۵۱ کسانو له ډلې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ پر اسرائيل باندې د حماس د برید په ترڅ کې یرغمل شوي و ۹۴ تنه یې لا هم په غزه کې دي. د اسرائيل پوځ وايي چې له دې شمېرې ۳۴ تنه یې په دې موده وژل شوي دي.
دا به د غزې په تړانګه کې د ۱۵ میاشتو جګړې په ترڅ کې دویم اوربند وي چې په کې له ۵۰ زره زیات کسان ووژل شول او غزه یې په کنډوالې بدله کړه.
ټاکل شوې چې د دواړو خواو ترمنځ دا اوربند د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د دوهمې دورې د لوړې په درشل کې نافذ شي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت په خپله اعلامیه کې له قطر څخه د منځګړیتوب له کبله مننه کړې او دغه راز د متحده ایالاتو د منتخب ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د امریکا د نوې ادارې او ولسمشر جو بایډن لخوا د کړکېچ په پای ته رسولو کې د مهم رول لوبولو ستاینه کړې ده.
فورم \ دبحث خونه