د لاس رسي وړ اتصالات

دایکنډي کې د طالبانو برید کې ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي


د دایکنډي امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د کجران ولسوالۍ پر امنیتي کمربند د طالبانو برید کې اته امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه یوه بجه د یادې ولسوالۍ پر کمربندي پوستو بریدونه وکړل، چې تر څو ساعتونو یې دوام درلود.

د دایکنډي امنیه قوماندان محمد اقا داوود د یکشنبې په ورځ د نومبر پر ۲۴مه«لېندۍ۳مه» امریکا غږ ته وویل:"تېر شپه یوه بجه سلګونو طالبانو د کجران ولسوالۍ پر امنیتي کمربند بریدونه وکړل، بدبختانه په دغه جګړه کې زموږ اته پولیس او ملي اردو وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي."

هغه وویل،په دغه جګړه کې تر ۶۰ پورې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

که څه هم امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو برید پر شاتمبول شوی او دا مهال وضعیت عادي حالت ته ګرځېدلی، خو د دایکنډي د ولایتي شورا غړي او د سیمې اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندلو د طالبانو د بیا برید احتمال نه ردوي.

د جواهري په نوم د ولایتي شورا یوې غړې وویل:"د ټپيانو شمېر زیات دی، کېدایشي د وژل شوو کسانو شمېر هم زیات شي."

طالبانو د یاد برید د مسؤلیت په منلو سره د ۱۱ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي هم وايي، چې تر دغه برید وروسته طالبانو د کجران ولسوالۍ په تنګي قره قول سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

کجران د دایکنډي له نا امنیه ولسوالیو څخه ده، چې د ارزګان له چهارچینو او د هلمند له باغران او نوامیش ولسوالیو سره ګډه پوله لري.

XS
SM
MD
LG