د لاس رسي وړ اتصالات

دایکندي پر دوو ولسوالیو د طالبانو برید کې نهه افغان سرتیري وژل شوي


تیرو دوو میاشتو کې یو شمیر ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې پراخه شوي، چې ورسره د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تلفات هم زیات شوي .
تیرو دوو میاشتو کې یو شمیر ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې پراخه شوي، چې ورسره د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تلفات هم زیات شوي .

د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه (زمري لسمه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر دوو ولسوالیو پاتو او کجران بریدونه وکړل، چې له امله یې نهه افغان سرتیري وژل شوي او لږ ترلږه شپاړس نور ټپیان شوي دي.

د دایکنډي والي سید انور اعلی رحمتي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د پاتو په ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ولسوالۍ سره په پرتو سیمو کې د جمعې په ورځ هم جګړې دوام درلود.

والي رحمتي وویل، چې کیدای شي په جګړو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات نور هم زیات شي.

ښاغلي رحمتي وویل " تیره شپه طالبانو د دایکنډي د پاتو او کجران ولسوالیو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له امله یې په پاتو ولسوالۍ کې اته سرتیري او په کجران کې یو سرتیری ووژل شو، په پاتو ولسوالۍ کې لا هم افغان ځواکونه د طالبانو سره په جګړه بوخت دي".

د دایکنډی ولایتي چارواکو ویلي، چې د پاتو ولسوالۍ په جګړو کې وسله والو طالبانو دوه پوستې هم نیولي دي.

ولایتي چارواکي وايي، طالبانو د دایکنډي ولایت د پاتو او کجران ولسوالیو د جګړو لپاره د دغه ولایت له دریو ګاونډیو ولایتونو غور، ارزګان او هلمند څخه هم خپل وسله وال راټول کړي دي.

د دایکنډي والي او د دغه ولایت څخه د ولسي جرګې یو غړي سید محمد داوود سادات ناصري امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره د مرکزي حکومت څخه د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سادات ناصري وویل " د پاتو په ولسوالۍ کې نهه سرتیري وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده. وضعیت ښه نه دی، که چیرې دولت پاملرنه ونه کړي د پاتو او کجران ولسوالۍ به د وسله والو مخالفانو لاس ته ورشي، چې ورسره به د دایکنډي مرکز د نیلي ښار هم سقوط وکړي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټویټر په پاڼه د دغې جګړې په اړه ویلي، چې تیره شپه یې د دایکنډي ولایت د ګیزاب د پاتو په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو څلور امنیتي پوستې نیولي او په جګړو کې يې شل افغان سرتیري وژلي دي.

په دغو دوو ولسوالیو کې د روانو جګړو په غبرګون کې د دایکنډي ولایت یو شمیر مدني فعالانو د ولایت دفتر مخې ته د پرلت خیمې وهلې او له افغان حکومت څخه په دغو ولسوالیو کې د جګړو د پای ته رسیدلو غوښتنې کوي.

د مدني ټولنې فعالان وايي، چې د یوې نیمې میاشتې راهیسې په دغو دوو ولسوالیو کې جګړې روانې دي، چې له امله یې په دغه موده کې سل افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

د دایکنډي پاتو او کجران ولسوالۍ د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې شمیرل کیږي.

دا دوه ولسوالۍ د هلمند ولایت د باغران او د ارزګان ولایت د چهار چینو ولسوالۍ سره ګډ سرحد لري.

XS
SM
MD
LG