د لاس رسي وړ اتصالات

په کانګو کې د پاکستان د پوځ غړي 'وژل' شوي


دا تصویر د یادې شوې پېښې نه دی
دا تصویر د یادې شوې پېښې نه دی

ملګري ملتونه وايي چې د کانګو په جمهوریت کې د دوی د سوله ساتي ماموریت یوه څرخي الوتکه غورځېدلې او اته کسان په کې مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک دا پېښه تائید کړې ده. وايي الوتکه د دغه هېواد په شمالي «کېوو» ایالت کې غورځېدلې ده.

په الوتکه کې اته کسان ناست وو چې شپږ یې د پاکستان د پوځ، یو د سربیا او یو د روسیې د پوځ غړي وو. دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په دغه هېواد کې سوله ساتی ماموریت مخې ته وړه.

د ملګرو ملتونو ویاند وویل چې الوتکه په کشفي عملیاتو بوخته وه چې وغورځېدله.

ښاغلي دوجاریک زیاته کړه: «الوتکه تللې وه چې هلته د جګړې وضعیت معلوم کړي.» نوموړي د پېښې په اړه نور معلومات ورنکړل خو ویې ویل چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

په کانګو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت دفتر په خپل ټویټر کې د الوتکې د غورځېدو د سیمې یوه نقشه خپره کړې ده.

په همدې حال کې د «ام۲۳»کانګو پوځ یاغي ډله د دغې الوتکې په وېشتلو تورنوي او وايي چې الوتکه د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمې کې غورځېدلې ده. دغې ډلې بیا د کانګو حکومتي ځواکونه تورن کړي چې الوتکه یې وېشتلې ده. خو د ملګرو ملتونو ویاند لا کومه ډله په دغې پېښې کې تورنه کړې ده.

لا معلومه نه ده چې د دغو کسانو مړي موندل شوي که نه. د پاکستان حکومت هم د خپل پوځ د غړو د مړېنې په اړه لا معلومات خپاره کړي نه دي.

XS
SM
MD
LG