د پاکستان د بلوچستان ایالت کې د جمعې په ورځ سیمه ییزو چارواکو ویلي چې ددغه ایالت د هرنايي په سیمه کې د ډبرو سکرو د کان کیندونکو په يو موټر باندې چاودنه شوې چې له امله یې یوولس کان کیندوني وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
په یو سمیه ییز روغتون کې یو ډاکټر د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.
د هرنايي ولسوالۍ مرستيال کمشنر حضرت ولي د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۴ (سلواغې ۲۶) امریکا غږ ډيوه ته دا چاودنه او مرګ ژوبلې تائيد کړې ده.
حضرت ولي وويل، چې د ډبرو سکرو کان کیندونکي په شاهرګه سيمه کې په يو پک اپ موټر کې روان وو، چې د سړک په غاړې کې ښخ شوی ماين پرې چاودلی دی.
هغه وویل چې د پیښې لږ وروسته د مرستې رسونې ټيمونه د پېښې ځای ته رسېدلي ژوبل کسان یې د کويتې په ښار کې یو روغتون ته انتقال کړي دي.
مرستيال کمشنر حضرت ولي وويل، کارګران د جمعې د ورځې د رخصتۍ څخه په ګټې اخسیتنې په پک اپ موټر کې بازار ته روان وو، چې پرې چاودنه وشوه.
هغه وویل چې د پیښې وروسته سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا محاصره شوې او د چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس ددې پیښې په اړه په یو راپور کې ویلي چې په یو پک اپ موټر کې ۱۷ تنه کارګران سپاره وو، چې پرې چاودنه وشوه.
یو پاکستاني امنیتي چارواکي دغه اژانس ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې ماین د سړک پر غاړه ځای پرځای شوي وو.
هغه ویلي چې کیدای شي دا چاودنه د لیرې څخه د کنټرول کیدونکي بم پواسطه شوي وي. تراوسه هیڅ کومې ډلې ددغه برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د افغانستان او ایران سره په پوله پروت د بلوچستان ایالت د شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د بلوچانو د وسله والو ګروپونو د بریدونو او تاوتریخوالي د پښو سره مخ دی.
د هرنايي سیمه د بلوچستان ایالت د کویټې د ښار ۱۵۰ لیکومترۍ کې پرته ده. په دغه سمیه کې د ډبرو سکرو په لسګونو کانونه پراته دي.
ددې دمخه هم په دغه سیمه کې د ډبرو سکرو په کان کیندونکو باندې وسله وال بریدونه شوي چې په کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي.
فورم \ دبحث خونه