د سمنګان ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي چې ددغه ولایت د دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یو کان کې د چاودنې له امله درې کان کیدونکي مړه شوي دي.
ددغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۲ (سلواغې ۲۴) د دره صوف بالا "لیله يي" په کلي کې د ډبرو سکرو د کان د کیندنې پرمهال په کان کې د میتان ګاز د چاودنې له امله رامنځ ته شوې چې درې کان کیندونکي یې وژلي دي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې کان کیدونکي د دایکنډي ولایت اوسیدونکي وو، چې په سیمه کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا یې جسدونه د کان د ړنګې شوې برخې څخه ایستل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
په افغانستان کې اکثره د کانونو د سپړلو پر مهال د غیر فني لارو چارو څخه د کار اخیستلو امله کان کیندونکو ته مرګ ژوبله رسیږي. د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۱ (سلواغې ۲۳) هم د بدخشان ولایت د شهر بزرګ د ولسوالۍ د اسپ خواه په سیمه کې د سرو زرو د یو کان ترڅنګ د یوې غونډۍ د ښوئیدو له امله دوه کان کیندونکي مړه شوي وو.
ددې دمخه هم د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ د شاکول شیخه سیمه کې د فبرورۍ په درېیمه ( سلواغې ۱۵) د ډبرو سکرو د یو کان د یوې برخې د ړنګیدو له امله دوه کان کیندونکي مړه شوي وو.
د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۵ (لیندۍ ۲۵) د سمنګان په ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، چې ددغه ولایت د دره صوف پاین په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د یو کان د یوې برخې د ښوېیدو له امله په کان کې ۳۵ کارګران بند پاتې شوي وو.، چې بیا د سیمې د اوسیدونکو او طالبانو د امنیتي ځواکونو د هڅو په ترڅ کې ټول ژوندي ژغورل شوي وو.
ددغو ژغورل شویو کارګرانو څو تنو یې سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې د دوو ورځو او یوې شپې پورې په کان کې بند پاتې وو
د افغانستان په شمال کې د سمنګان ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په کې د ډبرو سکرو زیات شمیر کانونه شته دی. دغه ولایت کې تر ټولو زیات د ډبرو سکرو کانونه د دره صوف بالا او دره صوف پاین ولسوالیو کې چې د ولایت د مرکز ایبک ښار شاوخوا ۶۰ لیکومترۍ کې موقعیت لري پراته دي. اوس مهال په دغو کانونو کې په سلګونو کارګران په کار بوخت دی.
ددغه ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پاین ولسوالیو کې د اوږدې مودې راهیسې د ډبرو سکرو د کیندل دوام لري، خو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې طالبانو حکومت بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته د ډبرو د سکرو صادرات پیل کړي ددغې سیمې له کانونو د ډبروسکرو ایستلو بهیر هم چټک شوی دی.
فورم \ دبحث خونه