د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان له ایلن مسک وغوښتل چې ترکیه کې د برېښنايي موټرو فابریکه پرانیزي


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ټسلا موټر جوړولو شرکت مالک  ایلن مسک په نیویارک ښار کې وکتل.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ټسلا موټر جوړولو شرکت مالک  ایلن مسک په نیویارک ښار کې وکتل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټسلا موټر جوړولو شرکت د مالک ایلن مسک څخه غوښتي چې راتلونکې ټسلا فابریکه په ترکیه کې پرانیزي.

د ترکيې د انادولو خبري اژانس د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۷) خبر ورکړ چې اردوغان له مسک سره په نیویارک ښار کې وکتل او له هغه څخه یې وغوښتل چې خپله اوومه فابریکه په ترکیه کې جوړه کړي.

ټسلا اوس مهال شپږ فابریکې لري، او یوازې دوې یې له امریکا بهر دي چې له هغې جملې، یوه د چین په شانګهای کې په اسیايي بازار تمرکز کوي او بله یې د جرمني پایتخت برلین ته نږدې د اروپایي پلور دپاره ځانګړې شوې ده.

مسک همدارنګه په پام کې لري چې د خپلو بریښنايي موټرو یوه فابریکه په مکسیکو او بله په هند کې پرانیزي.

اردوغان او مسک له دې وړاندې په ترکیه کې او همدارنګه د نړیوالو غونډو په څنډه کې له یو بل سره خبرې کړي دي. اردوغان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی او ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ عمومي اسامبلې ته وینا وکړي.

د اردوغان برسېره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د هسپانیا صدراعظم پیډرو سانچیز هم له مسک څخه دې ته ورته غوښتنې کړي دي.

اردوغان هڅه کوي چې د ترکیې د تکنالوژۍ سکتور ته وده ورکړي. د دغه هېواد د تکنالوژۍ سکتور دا وخت د "بایرقتار" جنګي ډرون الوتکو په جوړولو خورا مشهور دی. دا بې پیلوټه الوتکې، چې د تیر کال په لومړیو اونیو کې یې پر کیف باندې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین په جګړه کې مرسته کړې وه، د مۍ په میاشت کې د اردوغان د بیا ولسمشر کېدو په ټاکنیز کمپاین کې مهم ټکی و.

ترکیې سږکال خپل لومړنی داخلي بریښنایي موټر چې د "توګ" په نوم یادیږي، معرفي کړ خو د دغه صنعت د ودې دپاره ترکیه په پراخه اندازه برقي بیټریو او پرزو ته اړتیا لري.

د مسک سپیس ایکس فضایي شرکت د ترکیې د فضایي صنعت سره هم کار کوي او په دې برخه کې یې خپل ځینې ارتباطي سپوږمکۍ په لاره اچولي دي.

د اردوغان دفتر وویل چې د نیویارک په کتنه کې اردوغان مسک ته بلنه ورکړه چې د تکنالوژۍ په هغه نندارتون کې برخه واخلي، چې د دې میاشتې په وروستیو کې د ترکیې په لویدیځ ښار ازمیر کې جوړیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG