د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان وایي د فلسطینیانو سره د مرستې په خاطر ښایي اسرائیل ته ننوځي


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یکشبنه جولای ۲۸ ( زمري اوومه) ویلي چې هیواد یې ښایي د فلسطینیانو سره د مرستې په خاطر په اسرائیل کې هماغه شان مداخله وکړي لکه په تیر کې یې چې په لیبیا او ناګورنو – قره باغ کې کړې وه.

اردوغان په دې هکله جزیات ورنه کړل چې په اسرائیل کې به څه ډول مداخله کوي.

د ترکیې مشر چې د خپل ګوند، عدالت او پرمختګ غړیو ته یې وینا کوله وویل، "مونږ بایډ دیر قوي اوسو چې اسرائیل د فلسطینیانو سره د ملنډو وړ څیزونه ونه کړي. لکه څنګه چې مونږ قره باغ ته داخل شوو او لیبیا ته داخل شوو، مونږ به له هغوي ( اسرئیل) سره عین کار وکړو."

اردوغان په غزې کې حماس پر ضد د اسرائیل د جګړې پیل راهیسې په دې هکله په تنده لهجه څرګندونې کوي خو دا لومړی ځل دی چې هغه په اسرائیل کې دننه د مداخلې خبره کړې.

د ترکیې جمهور رئیس زیاته کړه، " مونږ باید قوي اوسو چې وکړی شو دا اقدامات وکړو. هیڅ دلیل نشته چې مونږ یې ولې نشو کولی."

اسرائیل هم تر دې دمه د رجب طیب اردوغان په څرګندونو تبصره نه ده کړې او د عدالت او پرمختګ ګوند غړیو چې د خپل مشر خبرو ته یې غوږ نیوه، د جزیاتو په هکله ځوابونه نه دي ویلي.

ترکیې په ۲۰۲۰ کال کې خپل پوځ د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پیژندل شوي د ملي یووالي حکومت د ملاتړ لپاره لیبیا ته واستوه او د همدې حکومت د صدراعظم ملاتړ کوي چې په طرابلس کې چارې پر مخ وړي.

سره له دې چې ترکیې د ناګورنو – قره باغ په سیمه کې چې د آذربایجان او ارمنستان تر منځ په کې جګړه شوې، د آذربایجان په نظامي عملیاتو کې خپله مستقیمه مداخله رد کړې خو تر څنګ دا هم ویلي چې د خپل نږدې متحد سره به د نظامي روزنې او عصري کیدو په ګډون له ټولو امکاناتو کار واخلي.

رجب طیب اردوغان دا څرګندونې داسې مهال کړې چې په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلي ځواکونو تر منځ د شخړو له کبله د غربي هیوادونو سره اندیښنې پیدا شوي چې ښایي د اسرائیل – حماس جګړه د منځني ختیځ نورو سیمو ته خپره شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG