د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې یو روغتون کې چاودنې سلګونه کسان وژلي ؛ اردن او ترکیې یې ملاتي په اسرائیل اچولې


په فلسطین کې چارواکي وایي پدې روغتون کې بې ځایه شویو خلکو پنا اخیستې وه او ډیری وژل شوي میرمنې او ماشومان دي.
په فلسطین کې چارواکي وایي پدې روغتون کې بې ځایه شویو خلکو پنا اخیستې وه او ډیری وژل شوي میرمنې او ماشومان دي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت د هغه توغندي برید ملامتي په اسرائیل واچوله چې د سه شنبې په ورځ د غزې په یو روغتون ولګید او د حماس چارواکو پر وینا پکې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه وژل شویدي.

د وزارت په اعلامیې کې دا برید په سختو ټکو غندل شوی. په اعلامیې کې راغلي، "اسرائیل د دې ناوړې پیښې مسؤلیت په غاړه لري".
خو بل پلو بیا د اسرائیل پوځ ویلي چې دا توغندی په فلسطین کې وسله والو ډلو وار کړی چې د توغولو پر وخت ترې اشتبا شوې.

د اسرائیل د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د هغوي د معلوماتو له مخې په غزې کې "ترهګرو" ګڼ شمیر توغندي وار کړي چې د اهلي العربي روغتون څخه نږدې تیر شوي او دا روغتون پکې لګیدلی دی.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي، " د ګڼو استخباراتي سرچینو له مخې چې زمونږ په لاس کې دي پکې ښودل کیږي چې د اسلامي جهاد ډله د دې توغندي دې ناکامه توغیدو کې مسؤلیت لري چې په غزې کې په روغتون کې لګیدلی دی".

خو د اسلامي جهاد ډلې د اسرائیل د پوځ دا تورونه "درواغ" بللي.

دې ډلې په سیمه ایز وخت چارشنبه سهار وختي په یوې اعلامیې کې ویلي چې "صیهونیستي دښمن سخت کوښښ کوي چې ځان د مسؤلیت څخه بچ کړي او معمول سره سم د ملامتۍ ګوته په فلسطین کې د اسلامي جهاد په غورځنګ اچوي".

د غزې په روغتون دې برید څخه وروسته د امریکا جمهور رئیس جو بایډن اردن ته خپل سفر ځنډولی.

جمهور رئیس بایډن په اعلامیې کې ویلي چې د غزې په روغتون د چاودنې له کبله په "خواشینی" دی او امنیتي سلاکارانو ته یې امر کړی چې پدې هکله نور جزیات راټول کړي.

په اعلامیې کې راغلي، " زه د اهلي عرب په روغتون کې په چاودنې خواشیین او په ژوره توګه خفه یم".

د امریکا جمهور رئیس همدرانګه ویلي چې د چاودنې څخه وروسته په سمدستي توګه یې اردن د باچا عبدالله او اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو سره خبرې کړیدي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامی کې ویل شوي چې د اردن باچا عبدالله سره تر سلا مشورو وروسته او دا چې د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس د څو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی، جمهور رئیس بایډن اردن ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی.

ټاکل شوې وه چې بایډن په اردن کې د پاچا عبدالله، د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي او فلسطین د جمهور رئیس محمود عباس سره کتلی و.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې جمهور رئیس بایډن په روغتون کې د بې ګناه کسانو وژل کیدو په خاطر خپلې ژورې خواشینۍ شریکې کړي او ټپي شويو ته یې عاجله شفا غوښتې.

په اعلامیې کې همدارنګه راغلی چې بایډن به د اسرائیل سره د ملاتړ څرګندولو تر څنګ په راتلونکو ګامونو سلا مشورې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان ویلي چې په چاودنې کې زرګونه کسان وژل شوي. د ایران دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات د اکس په ټولنیزې شبکې کې اسرائیل تر داعش منفور بللی او له نړۍ یې غوښتي چې د دې "جعلي رژیم او وژلو ماشین" پر ضد یو موټی شي.

په عین حال کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د غزې په روغتون ددې برید غندلو تر څنګ ویلي چې "دا اسرائیل د بریدونو تازه نمونه ده چې تر ټولو اساسي بشري ارزښتونو څخه خالي دي".

اردوغان د اکس په ټولنیزې شبکې ویلي، "ټول بشریت ته بلنه ورکوم چې په غزې کې د دې بې ساري ظلم د بندولو لپاره اقدام وکړي".

د ترکیې جمهور رئیس د دې برید ملامتي په اسرائیل اچولې چې د هغه په وینا "بې ګنا ماشومانو او میرمنو پکې پنا اخیستې وه".

ها خوا بیا د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو ویلي چې د غزې پدې روغتون برید د اسرائیل دفاعي ځواکونو نه بلکې "وحشي ترهګرو" کړی.

هغه لیکلي، "ټوله نړۍ باید پوه شي: هغوي چې په ظالمانه توګه زمونږ ماشومان قتلوي، خپل ماشومان هم قتلوي".

د فلسطین عامې روغتیا وزارت ویلي چې پدې روغتون کې د جګړې له کبله بې ځایه شویو کسانو پنا اخیستې وه.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې د غزې تړانګې پدې روغتون برید په "بشپړه توګه نه منل کیدونکی" دی او پدې یې ټینګار کړی چې د مسؤلو کسانو سره باید حساب کتاب وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG