د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیې د اوکراین او مالدووا د غړیتوب د مذاکراتو پیل تصویب کړ


د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسئول جوزپ بوریل
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسئول جوزپ بوریل

د اروپايي اتحادیې هیوادونو د جمعې په ورځ جون ۲۱ (چنګاښ لومړۍ) له دغې اتحادیې سره د اوکراین او مالدووا د یوځای کېدو د رسمي خبرو اترو پیل تصویب کړ.

ټاکل شوې چې دا مذاکرات راتلونکې اوونۍ پیل شي چې دا له اروپايي اتحادیې سره د یو ځای کیدو لپاره د دواړو هېوادونو د هلوځلو په لړ کې مهم پرمختګ بلل کیږي.

چارواکو وویل چې د اروپايي اتحادیې وزیران به د سه شنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې لومړی له اوکراین او بیا له مالدووا سره خبرې پیل کړي.

اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال د یرغل په پایله کې د ۲۷ هیوادونو له اتحادیې سره د یوځای کیدو لپاره خپل غوښتنلیک وسپاره. وروسته ګاونډی مالدووا هم د غړیتوب غوښتنه وکړه.

د خبرو اترو لړۍ او د اروپايي اتحادیې سره د یو ځای کېدو لپاره د اړینو اصلاحاتو پلي کول ښايي کلونه وخت ونیسي.

د اروپايي اتحادیې مشرانو د دسمبر په میاشت کې له دې اتحادیې سره د اوکراین او مالدووا د یو ځای کېدو لپاره د خبرو د پیل کېدو په سر موافقه وکړه.

د خبرو اترو د پیل کولو لپاره د اتحادیې غړي هېوادونه اړتیا لري چې ددې پروسې لپاره رسمي چوکاټ لاسلیک کړي.

د اروپايي ټولنې اجرائیوي رئیس په دې میاشت کې غړو هېوادونو ته وویل چې اوکراین او مالدووا د خبرو د پیلولو لپاره ټول اړین معیارونه پوره کړي دي.

داسې فشارونه زیات شوي چې اوکراین باید د غړیتوب په لټه کې بل ګام ته لاړ شي، د دې ویرې سره چې هنګري به د جولای په میاشت کې د اروپايي اتحادیې د نوبتي مشرتابه له ترلاسه کولو وروسته دا پرمختګ ودروي.

هنګري چې په اروپايي اتحادیه کې د روسیې تر ټولو نږدې ملګری هېواد دی، ویلي دي چې د شپږو میاشتو په موده کې له اوکراین سره د خبرو بل پړاو نه غواړي.

په اروپايي اتحادیې کې د شاملېدو لپاره د لویدیځ بالکان د هېوادونو د غوښتنې په برخه کې په تیرو کلونو کې لږ پرمختګ شوی خو په اوکراین کې د روسیې جګړې په اروپايي اتحادیه کې د نویو غړو د منلو لپاره فشارونه زیات کړي دي.

اروپايي اتحادیې د ۲۰۲۳ کال په دسمبر کې د روسیې بل ګاونډي ګرجستان ته هم د نوماند حیثیت ورکړ.

په اتحادیې کې د ورګډېدو لپاره د بوسنیا سره د خبرو اترو پیل تصویب شوی او له صربستان مونټینیګرو، البانیا او شمالي مقدونیې سره یې دا ډول خبرې اترې پیل کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG