د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د اوکراین څخه په دفاع کې هر ډول ځنډ د روسیې په ګټه تمامیږي


د استوانیا ولسمشر الار کاریس او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د استوانیا ولسمشر الار کاریس او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۱ (مرغومی ۲۱مه) خبرداری ورکړ، چې د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې د اوکراین د دفاع په برخه کې هر ډول ځنډ به له مسکو سره مرسته وکړي ترڅو اوکراین نور هم "وځپي".

زیلینسکي چې استونیا ته د مرستې د ترلاسه کولو په لټه تللی، د دغه هېواد له ولسمشر الار کاریس سره په یو خبري کنفرانس کې وویل: "د روسیې فدراتیف ته له دوو څخه تر دریو کلونو وخت ورکړئ، بیا به دوی په ډیرې اسانۍ سره موږ تر پښو لاندې کړي ... موږ به دا خطر ونه منو.... د روسیې په ګټه به هیڅ ځنډ نه رامنځته کیږي."

د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې له روسیې سره "اوږده جګړه" به د اوکراین لپاره هم ښه نه وي.

بلخوا د استونیا ولسمشر په یاد خبري کنفرانس کې "اوکراین ته د وسلو په رسولو کې د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه او دا وړاندیز یې هم وکړ چې، اوکراین ته باید اجازه ورکړل شي چې د غربي وسلو پر مټ روسیې باندې برید وکړي.

هغه وویل: "موږ باید پوه شو، چې په جګړه کې د دښمن د ځواکونو د کمزوري کولو لپاره د یرغلګرو په پوځي اهدافو باندې برید کول اړین دي."

د جنورۍ په لومړیو کې، د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي هم په لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي ترڅو کیف وکولی شي د روسیې "د توغندیو د توغولو ځایونه او د قوماندې مرکزونه" په نښه کړي.

د استونیا په پلازمینه تالین کې، زیلینسکي یوځل بیا د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) کې د خپل هیواد پر غړیتوب ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د اوکرین پوځ به د دغه تړون (ناټو) ختیځه برخه پیاوړې کړي.

هغه وویل چې ناټو به "د پوځي تجربې لرونکی پوځ ترلاسه کړي".

استونیا چې د اوکراین یو له مهمو متحدینو او د ناټو غړی دی، د کیف لپاره د پرله پسې ملاتړ غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې بلخوا د اوکراین یو شمیر متحدینو د دې هیواد څخه په ملاتړ کې زړه نازړه دي.

د استونیا ولسمشر وویل: "ډیموکراټیکو هیوادونو د اوکراین سره د مرستې لپاره ډیر څه کړي دي، خو موږ باید په ټولیزه توګه د اوکراین د بریا او د تیري کوونکي د ماتې څخهه د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره ډیر څه وکړو."

همدارنګه د چهارشنبې په ورځ لتوانیا ته د خپل سفر په پیل کې د اوکراین ولسمشر د دافع هوا سیسټم غوښتنه وکړه او په ورته وخت کې یې دا خبرداری هم ورکړ، چې د لویدیځ لخوا اوکراین سره مرستو ته زړه نا زړه کېدل به روسیه لا وهڅوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG