د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيل وزیر: د غزې د خلکو وږي ساتل موجه او اخلاقي دي؛ اروپايي‌ ټولنه: جنګي جنایت دی


اروپايي ټولنې، فرانسې او بریتانیا د چهارشنبې په ورځ اګست اوومه (زمری۱۷) د اسرائیل د ښی اړخ افراطي وزیر هغه څرګندونې وغندلې چې وايي د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د غزې د دوه میلیون خلکو وږي ساتل «اخلاقي او موجه» کار دی.

د اسرائيل د مالیې وزیر بزالل اسموتریچ په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو: « په نړۍ کې به هېڅوک هم موږ ته اجازه را نه کړي، چې دوه میلیون خلک وږي وساتو، سره له دې چې دا کار به د یرغمل شویو د خلاصون لپاره موجه او اخلاقي وي.»

هغه زیاته کړې وه: «موږ بشري مرستې ځکه راوړو چې بله چاره نه لرو. موږ په داسې یو وضعیت کې یو چې د جګړې لپاره نړیوال مشروعیت ته ضرورت لري.»

د نوموړي دا څرګندونې په نړیوالې ټولنې کې غوصه پارولې ده، اروپايي‌ ټولنې ویلي دي چې په قصدي ډول د دوو میلیون خلکو وږي ساتل «جنګي جنایت» دی. دغې ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې «دې یو ځل بیا نړیوال قانون او بشري اصولو ته د هغه سپکاوی» ښکاره کړ.

اروپايي ټولنې د اسرائيل له حکومت څخه غوښتي چې په څرګند ډول دې د اسموتریچ له څرګندونو څخه دې ځان جلا کړي. دې ټولنې د غزې د خلکو او په خاص ډول د ماشومانو د بشري ‌ضرورتونو د پوره کولو غوښتنه وکړه، همدغه راز یې یو ځل بیا د یرغمل شویو د خلاصون او د غزې په تړانګې کې د مرستو د وېش د زیاتېدو لپاره د «سمدستي اوربند» غږ کړی.

فرانسې هم د اسموتریچ په څرګندونو انتقاد کړی او خواشیني یې څرګنده کړې ده. د فرانسې حکومت ویلي دي د «نړیوال قانون په اساس» دا د اسرائيل وجیبه ده،‌ چې د غزې خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوید لامي په خپل ایکس کې لیکلي دي چې د «وزیر اسموتریچ څرګندونې نه شي توجیه» کېدای. هغه د اسرائيل په ټول حکومت غږ کړی دی چې دا څرګندونې ردې کړي او ویې غندي.

د تېرکال د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې چې د اسرائیل او حماس جګړه پیل شوې، په غزې کې بشري وضعیت بحراني دی او تقریبآ ټول ۲.۴ میلیون نفوس یې بې ځایه شوي او د غذا له کموالي سره مخامخ دي.

د حماس په برید کې د اسرائيل د چارواکو په وینا ۱۱۹۸ کسان ووژل شول او سلګونه نور یرغمل ونیول شول. چې دغلته د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې څه باندې ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG