د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې د طالبانو د لوړو زده کړو او امر بالمعروف په وزیرانو بندیزونه ولګول 


ندا محمد ندیم او محمد خالد حنفي 
ندا محمد ندیم او محمد خالد حنفي 

اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ د مارچ په اوومه (کب ۱۶) د ښځو د نړیوالې ورځې څخه یوه ورځ دمخه د افغانستان او روسیې په ګډون د شپږو هېوادونو پر چارواکو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او له حقونو د سرغړونو له کبله بندیزونه ولګول.

ددغو بندیزونو په تړاو هغه لست چې د فرانس پرس خبري اژانس لیدلی په کې نهه اشخاص او درې رسمي ادارې شاملې دي چې پرې د ویزې بندیز په ګډون په اروپایي ټولنه کې د هغوی هر ډول شتمنۍ کنګل کیږي.

پدغو بندیزونو کې د افغانستان څخه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف وزارت مرستیال وزیر محمد خالد حنفي شامل دي.

پر ندا محمد ندیم تور دی چې ښځې یې له زده کړو بې برخې کړې او محمد خالد حنفي پدې تورن دی چې "د ښځو ازادي او د بیان ازادي یې محدوده کړې او د هغو کسانو پر وړاندې چې د طالبانو د فرمانونو درناوی نه کوي، تاوتریخوالی کوي او سختې سزاګانې ورکوي."

ندا محمد ندیم د ډسمبر په ۲۰ (لیندۍ ۲۹ مه) د افغانستان ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وکړ چې "تر بلې خبرتیا پورې" د ښځو او نجونو زده کړې دې ودروي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت هم د فرمانونو په صادرولو سره تفریحي پارکونو، سپورتي کلبونو او عامه حمامونو ته د ښځو په تګ د بندیزونو د لګولو په ګډون د افغان ښځو پر حقونو او مدني آزادیو یې بندیزونه لګولي دي.

د اروپایي ټولنې په بندیزونو کې د مسکو دوه پولیس افسران، ډګروال الکساندر فیدورینوف او د هغه مرستیال ایوان ریابوف هم په نښه شوي، چې د جګړې ضد ښځینه مظاهره کوونکو د نیولو او شکنجه کولو د امر په ورکولو تورن دي.

همدارنګه د روسیې د ځانګړو ځواکونو قوماندان تورن جنرال نیکولای کوزنیتسوف او د ټانک قوماندان ډګروال رامیل اباتولین نومونه هم په کې شامل دي، چې د دوی واحدونه په اوکراین کې په سیستماتیک ډول د جنسي تیریو او جنسي سرغړونو تورن دي.

د ایران د تهران د «قرچک» زندان د هغه ځای په توګه پدې لست کې شامل دی چې ساتونکي یې پر ښځو جنسي تېري کوي او د درواغو اعترافاتو د اخیستلو لپاره د هغوی په وړاندې په جنسي زورونې لاس پورې کوي.

همداشان په جنوبي سودان کې، په دوو چارواکو ګاتلواک نیانګ هوت او ګورډن کوانګ بیل، بندیزونه لګول شوي چې "د جنګ د تاکتیک په توګه د جنسي تاوتریخوالی څخه په پراخې او سیستماتیکې کار اخیستنې" تورن دي.

د میانمار د کورنیو چارو مرستیال وزیر توی یوی هم پدې بندیزونو کې شامل دی. پر هغه تور دی چې پوځي امنیتي اجنټانو ته یې اجازه ورکړې چې "د نارینه، ښځو او د جنستي ټولنو د غړو د خپل سر توقیف او پوښتنو او تحقیقاتو پر وخت یې د اجباري بربنډونې، جنسي تیري، الکترو شاکونو، د هغوی د تناسلي الې د سوځولو او له تاوتریخوالی څخه کار واخلي."

د سوریې جمهوري ګارډ هم په بندیزونو کې شامل دی چې ویل شوي حکومت ورته اجازه ورکړې چې

"د جنسي او جندر پر بنسټ تاوتریخوالی د سوریې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ځپلو او ډارولو لپاره وکاروي."

تمه کیږي چې دغه نومونه به په رسمي توګه د سه شنبې د ورځې په اوږدړ کې د اروپايي اتحادیې د بندیزونو په لیست کې شامل شي، خو دپلوماتیکو سرچینو فرانس پرس اژانس ته تائید کړې چې دا بندیزونه د غړو هیوادونو لخوا تصویب شوي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ووپک هویکسټرا په یوه خبرپاڼه کې وویل: "د دې بندیزونو په لګولو سره، موږ مرتکبینو ته یو واضح پیغام ورکوو چې دوی به له خپلو جرمونو څخه ونه تښتي."

هغه وویل: "دا قربانیانو ته هم یو پیغام دی چې: تاسو د نړۍ په هر ځای کې چې یاست، اروپايي اتحادیه به ستاسو ملاتړ وکړي. بندیزونه زموږ لپاره یوه پیاوړې لار ده چې د نړیوالو ارزښتونو لپاره ودریږو او نړیوال بدلون پلی کړو."

هغه دا هم وویل چې د جنسي تاوتریخوالي د نورو عاملینو د شاملولو لپاره د لیست د پراخولو څخه به ډډه ونکړي.

XS
SM
MD
LG