د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیریش: افغان ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه حذف شوي


د مارچ اتمې د ښځو نړیوالې ورځې را رسېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې افغان ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه حذف شوي دي.

ښاغلي ګوتیریش د دوشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب ۱۵) د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت د کمېسیون په غونډه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو مرستیالې افغانستان ته پخپل وروستي سفر کې د ښځو د حقوقو د تامین په اړه خپل پیغام حاکمو چارواکو ته رسولی دی.

نوموړي زیاته کړې چې افغان ښځې او نجونې بنیادي حقوق لري او ټینګار یې کړی چې ملګري ملتونه به هیڅ کله د هغوی د حقوقو د تامین لپاره له مبارزې څخه لاس وانخلي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش زیاته کړې: "په افغانستان کې ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه لیري شوي دي."

پر افغانستان د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته افغان میرمنې له زده کړو، په غیر دولتي سازمانونو کې له کار کولو او یو شمېر نورو ټولنیزو فعالیتونو څخه منعه شوي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد تېره میاشت د افغانستان د بشري وضعیت او ښځو په وړاندې محدودیتونو په اړه له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللې وه.

د ملګرو ملتونو یاد پلاوي په کابل او کندهار کې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره لیدونو کې د ښځو او نجونو په وړاندې د محدودیتونو لیري کېدو او په ځانګړي ډول هغوی ته د کار او زده کړو د اجازې ورکولو غوښتنه کړې وه.

پر همدې مهال د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا تر امرثاني پورې د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو بندېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د زده کړو له فرصتونو څخه باید په مساوي توګه ګټه واخیستل شي.

دغه ټولنې په افغانستان کې په سیستماتک ډول د ښځو او نجونو د حقوقو وضعیت خرابېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې یاده پرېکړه افغان مېرمنې له خپلو اساسي حقوقو څخه بې برخه کوي او هغه یې د افغانستان د تلپاتې سولې، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزې پراختیا په زیان بللې ده.

د اروپايي ټولنې په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه به هم بشري مرستو ته د اړمنو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه دا اندېښنې پر داسې مهال ښودل کیږي چې ټاکل شوې د سبا چهارشنبه د مارچ پر اتمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د بشري وضعیت په اړه غونډه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي چې ټاکل شوې په افغانستان کې د دغه استازولۍ مشره روزا اوتنبایوا هم د امنیت شورا غونډې ته د افغانستان په اړه خپل معلومات وړاندې کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر مخ د منځنيو او عالي ښوونځیو دروازې وتړلې. په دې برسېره، د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې هم د ښځو او نجونو تحصیل تر "امر ثاني" منع کړ.

سره لدې چې طالبان د میرمنو او نجونو پر مخ د پوهنې د دروازو تړل کیدل موقتي بولي او وایي چې د دې ستونزې په حل کار روان دی خو د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون نړیوالې ادارو او نړیوالې ټولنې د طالبانو دا کړنه غندلې او له هغوی څخه غوښتې چې پدې اړه خپل پرېکړه بیرته واخلي.

د طالبانو حکومت تر دې مخکې یادو غبرګونونو ته په ځواب کې ویلي و چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوقو ته ژمن دی او په خبره یې د نجونو او ښځو د زده کړو په اړه د یو مناسب چاپېریال او طرحې پر رامنځته کولو کار کوي.

XS
SM
MD
LG