د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له افغان میرمنو څخه د دوامدار ملاتړ د تدابیرو غوښتنه کړې


په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې پر افغان میرمنو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون ګڼ محدودیتونه لګولي دي.
په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې پر افغان میرمنو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) غړو هیوادونو او ددغه سازمان اسیايي متحدینو استازو د دوشنبې په ورځ په ویانا کې ددغه سازمان په نوښت یوه غونډه کې زده کړو، روغتیايي خدمتونو او کار ته د افغان میرمنو او نجونو د لاس رسي په برخو کې په پرتو ګواښونو او د سیمې پر امنیت باندې ددغو ګواښونو د اغیزو په تړاو خبرې کړې دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د دوشنبې په ورځ جون درېیم ( جوزا ۱۴) په خپل انټرنیټي پاڼه باندې په یو راپور کې ویلي چې دغه سازمان په فعال ډول د افغان میرمنو او نجونو د حقونو څخه ملاتړ کوي او د ښځو د حقونو په ځانګړي ډول زده کړو او کار په تړاو یې په نوښتونو باندې تمرکز کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د جنسیت د برابرۍ د مسلې سره ددغه سازمان هراړخیز چلند پر نړیوال دوامداره ملاتړ او همکارۍ باندې ټینګار کوي.

په دې راپور کې ویل شوي: "ګډون کوونکو هغو جدي ګواښونو باندې رڼا واچوله چې افغان میرمنې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او کار ته د لاس رسي په برخو کې ورسره مخ دي او په سیمیز امنیت باندې ددغو ګواښونو د اغیزو په اړه خبرې وکړې. وینا کوونکو د افغان میرمنو د ځواکمنیدو او د جنسیت د برابرۍ د ودې لپاره د تلپاتې پرمختګ او سولې د اړینو اجزاو په توګه د نړیوالو هڅو یادونه وکړه."

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ویلي چې ددې غونډې ګډونوالو افغان میرمنو او نجونو ته د ملاتړ د برابرولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د اقداماتو او د دوامداره پیوستون غوښتنه وکړه.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ښو عملي تګلارو په شریکولو او د ګډو هڅو په پیاوړي کیدو د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان او ددغه سازمان نور همکاران ټولو ته د یوښه او روښانه او لا زیاتې مساوي راتلونکې پالنې لپاره مرسته کولی شي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول پر افغان میرمنو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو نه یوازې د لومړنۍ دورې څخه په په پورته دورو کې نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، بلکې نجونې او ښځې یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې له زده کړو منع کړي او د ملګرو ملتونو، حکومتي او غیر حکومتي ادارو کې د ښځو په بار باندې هم بندیز لګولی دی.

د ساتنې د مسوولیت نړیوال مرکز د جمعې په ورځ مۍ ۳۱ ( جوزا ۱۱) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې خلک د طالبانو له خوا د بشري حقونو څخه د سیستماتیکو سرغړونو سره مخ دي.

دغه مرکز ویلي چې طالبانو د خپلې تیرو نږدې دریو کلنو واکمنۍ پر مهال له ۵۰ څخه زیات پراخه ځپوونکې کړنلارې صادرې کړي چې په کې ښځې او نجونې هدف ګرځول شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت ددغو فرمانونو او کړنلارو پراساس، د حرکت ازادي، د عقیدې او بیان ازادي، د کاروکسب فرصتونه، سیاسي او عمومي استازیتوب، زده کړو او روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاس رسی ډیر زیات محدودوي.

په دې راپور کې د څو لسیزو راهیسې د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه حقونو څخه جدي سرغړونو او هم ددغو جنایتونو په اړوند د سزا څخه د خوندیتوب، د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر وړاندې په پراخه او سیستماتیک ډول د جنسیت پر بنسټ بنسټیز شوی تبعیض، د داعش او د طالبانو له خوا د قومي او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې هدفي او پراخه سیستماتیک بریدونه، د خپلواکو رسنیو نشتون، د مدني ټولنې او د بشري حقونو د ملاتړو ځپل او د زیانمنوونکو وګړو څخه د ملاتړ لپاره د دولتي جوړښتونو کمزوري او هم د طالبانو د چارواکو له خوا د نړیوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو پلي کیدلو ته نه لیوالتیا ته اشاره شوې ده.

دغه مرکز ویلي چې طالبانو محدود کوونکي سیاستونه او اقدامات ترسره کړي چې ښځې او نجونې له خپلو حقونو څخه محروموي، په نوې بڼه د جنسیت پربنسټ تبعیض ته دوام ورکوي او د ښځو پر وړاندې د هرډول تبعیض له منځه وړلو کنوانیسون (CEDAW) څخه په څرګند ډول سرغړونه کوي.

خو د طالبانو حکومت د نړیوالو ادارو دغسې راپورونه په کلکه رد کړي وو او ویلي دي چې دا حکومت د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG