د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي او د متحده عربي اماراتو چارواکو د دوحې د درېیمې غونډې په اړه خبرې کړي


ټاکل شوې چې ملګري ملتونه به د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای په اول د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه درېیه مشورتي غونډه جوړه کړي.
ټاکل شوې چې ملګري ملتونه به د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای په اول د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه درېیه مشورتي غونډه جوړه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازي محمد ابوشهاب او د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د دوحې د درېیمې غونډې په ګډون په یو لړ موضوعاتو خبرې کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو دایمي استازولۍ د چهارشنبې د ورځې ناوخته مۍ ۲۹ ( جوزا نهم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې کتنې په اړه په یو پیغام کې ویلي چې دواړو خواو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د قطر په پایتخت دوحه کې د درېیمې مشورتي غونډې او د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

دغې استازولۍ ویلي: "د خبرو تمرکز افغانستان لپاره د ځانکړو استازو د دوحې د درېیمې غونډې په اړه چې بله میاشت به جوړه شي و. همداشان مونږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت او زده کړو ته د لاس رسي د ډاډ ترلاسه کولو د اهمیت په اړه په خپلو ګډو اندیښنو خبرې وکړې".

ملګرو ملتونو ویلي چې د قطر په پایتخت دوحه کې ددغې ټولنې د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو درېیمه مشورتي غونډه به د جون د میاشتې په ۳۰ او جولای اول باندې جوړه شي. ملګرو ملتونو طالبانو ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت تراوسه په رسمي ډول په دې غونډه کې د ګډون اعلان نه دی کړی، خو ددغه حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (جوزا نهم) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی به د دوحې د درېیمې غونډې په اصلي بحثونو کې ګډون وکړي.

ددغې خبرپاڼې له مخې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رئیس ذاکر جلالي دغه وزارت کې یوې غونډې ته ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون پریکړه به وروسته ترسره شي، خو زیاته کړې ده چې د دوحې د لومړۍ او دوېیمې غونډې په پرتله د درېیمې غونډې د جوړوونکو او کوربنو په تعامل کې مثبت بدلون لیدل کېږي او په وروستیو ورځو کې ګڼ پلاوي کابل ته راغلل ترڅو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون زمینه برابره کړي.

هغه ویلي: "په درېیمه غونډه کې ټاکل شوې چې د اسلامي امارت استازي (طالبانو حکومت) به په اصلي بحثونو کې ګډون کوي".

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت د دوحې د دوېیمې غونډې په څیر د دوحې په درېیمه غونډه کې هم د خپل استازي د ګډون لپاره د طالبانو حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د نه ټاکلو، د غونډې د بحث د موضوعاتو په تړاو د طالبانو سره سلامشورې، په غونډه کې مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو د استازو نه ګډون، په غونډه کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر مسلو بحث نه کول او د غونډې د بحث له موضوعاتو د ټولشموله حکومت د مسلې ایستلو شرطونه ایښي دي.

خو طالبانو په رسمي ډول د رسنیو له لارې دا شرطونه نه دي اعلان کړي.

د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې په دوېیمه غونډه کې د طالبانو دغه شرطونه نه وو منل شوي چې له امله یې طالبانو هم په دغه غونډه کې ګډون نه وو کړی.

د ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړیدو هدف افغانستان سره په ډير څرګند، همغږيراو رغنده ډول د نړیوالې بوختیاو زیاتول ښودلی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د پيژندلو لپاره له وړاندې ځینې شرطونه ایښي دي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په ګډون د قومي او مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د تروریستي ډلو سره د اړیکو د پریکولو شرطونه شامل دي.

د نړایوالې څارنې (The Global Observatory) په نوم یوې حقوقي ادارې د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۸(جوزا اتم) په یو راپور کې ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان باندې د بیا واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد باندې د خپل کنټرول د پیاوړي کیدو لپاره د ژوند په ټولو برخو کې پر ښځو باندې محدودیتونه لګولي دي.

دغې ادارې ویلي چې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو باندې د ډیرو سختو لګیدلو محدودیونو له امله دا هیواد د ۲۰۰۱ وړاندې حالت ته ستون شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG