د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۱۴۰ میلیونه یورو بشري مرسته کوي


اروپايي ټولنې ویلي، چې له دې مرستو څخه به په ځانګړې توګه افغان مېرمنې او نجونې ګټه پورته کړي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې له دې مرستو څخه به په ځانګړې توګه افغان مېرمنې او نجونې ګټه پورته کړي.

اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ، سپټمبر ۲۰ (وږي ۲۹مه) په یوې اعلامیې کې له افغانستان سره او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیونه یورو مرستو خبر ورکړی دی.

له افغانستان سره د اروپايي ټولنې بشري مرستې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشتې کې وروسته له هغې وځنډول شوې، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو پر کار کولو بندیز وضع کړ.

خو اروپايي کمیسیون د وضعیت له شپږ میاشتنۍ ارزونې وروسته ویلي چې ددغو مرستو د ورکړې پرېکړه یې ځکه کړې، چې د یاد کمیسیون په وینا، دا ډاډ او تضمین شته چې دا مرستې به افغان میرمنو او نجونو ته ورسیږي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې دا مرستې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوال بانک او نړیوالو غیر دولتي موسسو له لارې پر اړمنو کسانو وویشل شي.

اروپايي ټولنې د تیرې فبرورۍ په میاشت کې پریکړه وکړه، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته به یوازې په هغو څانګو او برخو کې دوام ورکوي، چې یوازې ښځې یې په ویش کې ښکیلې وي او یا له هغه څخه ګټه واخلي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې څه باندې ۲۴.۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې ویلي، تمه لري چې ددغه ټولنې مرستې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي او له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو په ګډون د ځینو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ګټورې ثابتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG