د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ اروپايي ټولنه افغانستان ته ۱۱۷میلیونه ایرو ورکوي


د اروپايي ټولنې د دغې مرستې سربیره د امریکا محتده ایالاتو او نړیوال بانک هم افغانستان سره په جلا جلا ډول د مرستو ژمنې کړي دي
د اروپايي ټولنې د دغې مرستې سربیره د امریکا محتده ایالاتو او نړیوال بانک هم افغانستان سره په جلا جلا ډول د مرستو ژمنې کړي دي

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې له افغانستان سره د کروناویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره دغه هیواد ته د ۱۱۷ میلیونو ایرو مرسته ورکوي.

اروپايي ټولنې د اپریل۱۱ ( وري ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په نړۍ کې د کروناویروس د ناروغۍ خپرېدو ته په پاملرنې کیدای شي له دغې ناروغۍ افغانستان هم زیات زیان وویني.

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله د دغه هیواد د روغتیا سکټور ډیر کمزوری شوی دی او د دې لپاره چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره ډیرو مالي امکاناتو ته اړتیا ده، خو دا هیواد پوره مالي امکانات نه‌لري.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي: "د ۱۱۷ میلیونو ایرو دا مرسته د کروناویروس د وبا سره د مقابلې په برخه کې د روغتیا د سکټور اړتیاو ته د حل موندلو او د دغې ناروغۍ څخه زیږیدلو ټولنیزو او اقتصادي اغیزو سره د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې غبرګون دی".

اروپايي ټولنه وايي چې په دې مرسته کې ۵۰ میلیونه اضافي پیسې هم شاملې دي چې د افغانستان د عامې روغتیا د سکټور د پیاوړي کیدلو لپاره ترسره کیږي.

اروپايي ټولنې ویلي چې دا پیسې به د کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې د بشري منابعو او د دغې ناروغۍ د تیسټ د وسایلو او هم په افغانستان کې د مور او ماشوم د روانو روغتیايي خدمتونو او د روغتیايي عامه پوهاوي پر چارو مصرف شي.

همداشان اروپايي ټولنې په دغه اعلامیه کې ویلي چې د دغو پیسو یوه برخه به د ایران او پاکستان څخه د ستنیدونکو افغانانو او د داخلي بې ځایه شوو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو په چارو هم مصرف شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي پیر مایدون ویلي چې دا ټولنه پر افغانانو د کروناویروس د اغیزو د کمولو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي.

ښاغلي مایدون د افغان سیاسي مشرانو غوښتي چې ژر خپلې ستونزې هوارې او سره یوې سیاسي موافقې ته ورسیږي. هغه همداشان په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه په عاجل ډول د اوربند د ټینګیدو غوښتنه هم کړې ده.

افغان حکومت د کروناویروس ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ۲۵ میلیونه ډالره د خپلې بودیجې څخه بیل کړي چې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د وینا له مخې د دغو پیسو ۱۵ میلیونه یې له وړاندې مصرف شوي دي.

د اروپايي ټولنې د دغې مرستې سربیره د امریکا محتده ایالاتو او نړیوال بانک هم افغانستان سره په جلا جلا ډول د مرستو ژمنې کړي دي. امریکا متحده ایالاتو د ۱۵ میلیونو ډالرو او نړیوال بانک د سلو میلیونو ډالرو د مر ستو د برابرولو ژمنې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۴۵ مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۰ تنه ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن یکشنبې تر سهار اپریل ۱۲ (وري ۲۴) پورې ۱۰۸۸۶۷ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۵ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG