د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپا ترټولو ستر اتومي ریکتور له فعالیت څخه لوېدلې


د ۱۶۰۰ میګاواټه بریښنا تولېدونکی "اولکیلوټو ۳" ریکتور د فنلنډ ۱۴ سلنه بریښنا چمتو کوي.
د ۱۶۰۰ میګاواټه بریښنا تولېدونکی "اولکیلوټو ۳" ریکتور د فنلنډ ۱۴ سلنه بریښنا چمتو کوي.

په فنلنډ کې د اروپا په کچه د بریښنا تولیدولو ترټولو ستر اتومي ریکتور د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۹ (لړم ۲۸) د تخنیکي ستونزو له کبله له فعالیت څخه ولوېد.

خو د ریکتور مسئولینو ویلي چې د ستونزې په هوارولو کار روان دی او ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ بیا په فعالیت پیل وکړي.

د ۱۶۰۰ میګاواټه بریښنا تولېدونکی "اولکیلوټو ۳" ریکتور د فنلنډ ۱۴ سلنه بریښنا چمتو کوي چې د جوړولو چارو یې ۱۸ کاله وخت ونیو او د ۱۴ کلونو ځنډ وروسته ددې کال په اپریل کې یې فعالیت پیل کړ.

د "وي ټي او" شرکت چې ددې ریکتور چارې پر مخ وړي، د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل: "اولکیلوتو ۳ نورمال فعالیت کاوه چې د توربین په برخه کې د خرابۍ په وجه یې د بریښنا تولید په ټپه ودرید... د ستونزې لامل د جنراتور د يخولو سیستم د تودوخي د اندازه کولو په وسیله کې خرابي په ګوته شوې او په نتيجه کې یې اتومي مسئونیت ته کومه اندېښنه نه ده رامنځته شوې."

دا د اروپا په کچه ترټولو لوی اتومي ریکتور دی، په داسې حال کې چې د اوکراین زپوریژیا د شپږو ریکتورونو په لرلو سره د اروپا په کچه ترټولو ستره اتومي بټۍ ده.

په اروپا کې د دې ته ورته نورو اتومي ریکتورونو د جوړولو په چارو کې ځنډ او د میلیاردونو ډالرو اضافي لګښت راغلی دی.

په هوا کې د کاربن د اندازې د کمولو په موخه، په وروستیو کلونو کې اتومي تکنالوژۍ ته پام زیات شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG