د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له چین سره د ۴.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د اتومي بټۍ جوړولو تړون لاسلیک کړ


پاکستان نن سه شنبه جون ۲۰ (جوزا ۳۰) له چین سره د ۴.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت د اتومي بټۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

دا د برېښنا د تولید یوه فابریکه ده او د خپل ډول اوومه فابریکه بلل کېږي چې چین یې په پاکستان کې جوړوي. دا بټۍ د پنجاب ایالت د «چشمه» په ښار کې جوړېږي او د ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري.

چین تر دې مخکې په همدغه ښار کې دا ډول څلور نورې فابریکې هم جوړې کړي چې د مقاماتو په وینا د ۱۲۳۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.

دا تړون نن د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په موجودیت کې د چین د اتومي ځواک د ملي شرکت او د پاکستان د اتومي انرژۍ د کمېسیون ترمنځ لاسلیک شو.

شهباز شریف وویل: «په دغې پروژې کې د چین پانګونه، چې ۴.۸ میلیارد ډالر کېږي، دا ښکاره پیغام ورکوي چې پاکستان داسې یو ځای دی چې د چین شرکتونه او پانګوال پرې باور او اعتماد کولای شي.»

نوموړي له چین څخه مننه وکړه چې په دغې پروژې کې یې ۱۰۰ میلیون ډالر تخفیف ورکړی دی. شریف وویل چې د دغې پروژې طرحه څو کاله مخکې ترتیب شوې وه او د پروژې په تطبیق کې د اوږد ځنډ له کبله بیا هم د هغه په خبره چین قیمت لوړ نکړ.

د پاکستان صدراعظم په ټویټر کې لیکلي دي چې دا پروژه د پاکستان د انرژۍ د تامین یوه برخه ده چې خلکو او صنعتي شرکتونو ته ارزانه او پرېمانه برېښنا تولید کړي. پاکستان له بیساري اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی چې د پورونو ورکول یې یوه برخه بلل کېږي.

چین څه موده مخکې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د برېښنا د تولید یوه بله فابریکه هم جوړه کړه چې د ۱۱۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. کاناډا په ۱۹۷۲ کال کې د پاکستان د برېښنا لومړۍ بټۍ جوړه کړه چې د ۸۰ میګاواټه برېښنان د تولید ظرفیت یې لره، خو ټاکل شوې چې دا بټۍ چې عملیاتي وړتیا یې ختمه شوې ده، له کاره وغورځول شي.

چین له پاکستان سره ښه اقتصادي او دفاعي روابط لري او په تېرې یوې لسیزې کې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز له لارې یې څه باندې ۲۰ ملیارد ډالر په دغه هېواد کې د ترانزیتي بیخ بنا، د برېښنا د فابریکو او بندرونو په جوړولو کې پانګونه کړې ده.

د دواړو هېوادونو مقاماتو ویلي دي چې په پاکستان کې د چين پانګونو لسګونه زره کاري فرصتونه برابر کړي او همدغه راز په پاکستان کې د برېښنا او انرژۍ د کموالي بحران یې ختم کړی دی.

XS
SM
MD
LG