د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د اروپایي زبر ځواکونو خبرداری 


د ایران په اټومي تړون کې ښکیلو اروپایي زبر ځواکونو د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۴ (وري ۲۵) تهران ته خبرداری ورکړ چې د ۶۰ فیصده خالصو یورانیمو غني کول او د نطنز په اټومي تاسیساتو کې د ۱۰۰۰ نورو سنترفیوژونو نصبول د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې د بیرته راژوندي کولو د هڅو خلاف دي.

ټاکل شوې د امریکا په شمول د نړیوالو زبر ځواکونو او ایران ترمنځ خبرې د پنجشنبې په ورځ په ویانا کې بیا پیل شي، خو بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د غیر پوځي دلیلونو له مخې د ۶۰ فیصدو په کچه د یورانیمو د غني کولو لپاره د تهران تصمیم اعتباري ندی او د اټومي وسلو د تولید په لور مهم ګام ګڼل کیږي.

په ګډه اعلامیه کې راغلي: "د ایران اعلامیې د تاسف وړ دي، په ځانګړې توګه په داسې وخت کې چې د اټومي تړون ټول ګډون کوونکي او د امریکا متحده ایالات د اټومي تړون د بیرته راژوندي کولو لپاره د یوې [ټکې دپلوماتیکې لارې د موندلو په هدف اساسي بحثونه پیل کړي دي."

ایران د نطتز په اټومي تاسیساتو کې د وروستۍ چاودنې په غبرګون کې چې د ایراني مقاماتو په وینا ځاني تلفات او د رادیو اکتیف موادو ککړتیا یې نه درلودله، اعلان وکړ چې د یورانیمو غني کول د ۶۰ فیصده خالصې کچې پورې لوړوي.

د دریو اروپایي ځواکمنو هیوادونو په بیان کې راغلي: "وروستیو تحولاتو ته په پاملرنې مونږ د (مذاکراتو) هر غړي له خوا سختو اقداماتو ته مخه کول ردوو او مونږ له ایران غواړو چې دپلوماتیک بهیر نور زیات پیچلی نه کړي."

پدې ترڅ کې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني نن د چهارشنبې په ورځ وویل تر ۶۰ فصده خالص والي په کچه د یورانیمو غني کول د نطنز په اټومي تاسیساتو کې د وروستۍ ورانکارۍ په ځواب کې "لومړنی ګام" دی.

ښاغلي روحاني زیاته کړه چې د یورانیمو غني کول او د IR-1 په نامه د لومړي نسل سنترفیوژونو پر ځای چې په وروستۍ چاودنه کې خراب شوي د پرمختللوIR-6 سنترفیوژونو نصبول "د شرارتونو په وړاندې ځواب" دی.

د ایران د اټومي تړون په موافقه کې راغلي چې دغه هیواد کولای شي د IR-1 په نامه د لومړي نسل سنترفیوژونو نه په استفادې یورانیم تر ۳.۶۷ خالصې کچې پورې غني کړي او یواځې د همدغو سنترفیوژونو نه د نطنز په تاسیساتو کې کار اخیستلای شي.

سعودي عربستان هم د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران ددغه تصمیم په اړه اندیښمن دی او زیاته یې کړه چې دغه ډول یو اقدام نشي کیدای د یو سوله ییز اټومي پروګرام برخه وګڼل شي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د ایران څخه غوښتي چې له تشدد نه ډډه وکړي اود اټومي تړون د بیرته راژوندي کیدو لپاره د نړیوالو ځواکمنو هیوادونو سره خبرو ته مخه کړي.

د روانې اونۍ په پیل کې تهران ته نژدې د نطنز په اټومي تاسیساتو کې چاودنه وشوه، ایران هغه "تروریزم" وګاڼه او اسرائیل یې د هغې په کولو تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې "په مناسب وخت کې" به یې غچ واخلي.

XS
SM
MD
LG