د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې منځمهاله ټاکنې؛ عمران خان یې د ځان د محبوبیت په اړه 'ټولپوښتنه' بولي


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان د هغه هیواد د یکشنبې ورځې منځمهاله ټاکنې چې له اتو څوکیو څخه یې اوو ته ځان کاندید کړی، د خپل محبوبیت لپاره یوه "ټولپوښتنه" بولي.

منځمهاله ټاکنې په سیاسي ناندرو کې وروستی مورد دی چې د اپریل په ۱۰ نیټه د پارلمان د عدم اعتماد رایې له امله د عمران خان تر ګوښه کیدو وروسته، پیل شوی دی.

دغه ټاکنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې په پاکستان کې څه باندې ۳۰ میلیونه کسان د وروستیو سیلابونو او اورښتونو له امله زیانمن شوي او د هغه هیواد له دریو څخه یوه برخه تر اوبو لاندې شوې ده.

د پاکستان په ټاکنو کې کاندیدان کولی شي څو څوکیو ته ځانونه کاندید کړي. که هغوی له یوې څخه زیاتې څوکۍ وګټي کولی شي انتخاب وکړي چې کومه څوکۍ ساتې او بیا باید وروسته د ګټل شویو څوکیو لپاره رای ګیري وشي.

خو دا بې سارې ده چې عمران خان د یکشنبې په ټاکنو کې دومره زیاتو څوکیو ته ځان کاندید کړی دی، ظاهرا دا ښکاره ده چې د نوموړي دا اقدام د ځان د محبوبیت د معلومیدو لپاره فرصت بولي.

عمران خان د جمعې په ماښام ناوخته د هغه هیواد په کراچۍ ښار کې یوې غونډې ته وویل: "دا یوازې ساده انتخابات ندي، دا یوه ټولپوښتنه ده."

د پاکستان دغه پخواني صدراعظم له هغه وخته چې له خپل مقام څخه ګوښه کړای شوی، په لسګونو لویي غونډې جوړي کړي چې په لس ګونه زره کسانو پکې برخه اخیستې ده. ټاکل شوېده نوموړی په نږدې وختونو کې په اسلام آباد کې هم د یو لوی لاریون نیټه اعلان کړي.

نوموړی د شهباز شریف په مشرۍ له ائتلافي حکومت څخه غواړي چې د راتلونکې کال اکتوبر میاشتې پرځای، ډیر ژر عمومي ټاکنې ترسره کړي.

سیاسي شنونکي حسن عسکري د فرانسې خبري آژانس ته ویلي:" که نومووړی ډیرې څوکۍ وګټي، هغه به پر حکومت فشار ډیر کړي." خو نوموړي زیاته کړه:" حکومت به د ټاکنو غوښتنه رد کړي او ادعا به وکړي چې دا د ملت اراده نه منعکسه کوي."

عمران خان د هغه هیواد په منځمهاله ټاکنو کې تر دې مخکې هم یو شمیر څوکۍ ګټلي دی. د هغه تحریک انصاف پاکستان ګوند وکړای شول چې په جولای میاشت کې د پنجاب ایالتي مجلس کنټرول چې د هغه هیواد تر ټولو ډیر نفوس لرونکی ایالت شمیرل کیږي، ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG