د ایران د وروستي پاچا زوی رضا پهلوي چې په امریکا په تبعید کې ژوند کوي د لومړي ځل لپاره له ایرانیانو غوښتي چې د یو انتخابي شاهي حکومت د جوړیدو انتخاب و ارزوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت بېلا بېلې سیاسي ډلې چې اکثر یې په تبعید کې ژوند کوي ددې هیواد د اوسني حکومت پر ځای د یو بل حکوکت د رامنځ ته کیدو په جوړښت باندې سره د نظر اختلاف لري.
د شاهزاده پهلوي پلویانو تل له هغه غوښتي چې د ایران د شاهي نظام د بیرته راژوندي کولو هڅه وکړي، خو نور سیاسي فعالان د یو نوي جمهوري نظام د جوړیدو غوښتونکي دي.
د شاهزاده پهلوي نوې څزګندونې چې د امریکاغږ د ایران له څانګې سره یې په ځانګړې مرکه کې کړي د ایران د راتلونکي حکومت په هکله د نظر د اختلافاتو راکمول ګڼل شوي دي.
هغه ټینګار کړی دی چې که په ایران کې یو شاهي حکومت رامنځ ته شي نو لازم دي چې "انتخابي" حکومت اوسي.
رضا پهلوي وویل: "د ۲۱ پیړۍ ایران د ۱۰۰ کاله مخکې ایران څخه توپیر لري. زه د یو میراثي شاهي حکومت سره جدي ستونزه لرم."
شاهزاده پهلوي که څه هم چې په دا ډول یو حکومت کې یې خپل رول په بشپړه رد نکړ، خو وویل چې په یو انتخابي شاهي حکومت کې یې د خپل شتون په هکله فکر ندی کړی.
هغه وویل: "زما سیاسي او ملي ماموریت به کله چې د ایران خلک د خپل راتلونکي حکومت د جوړیدو په هکله رایه ورکړي پای ته ورسیږي. د هیواد مشرتابه به د ایران د ولس له منځ نه جوړ شي."
له ایران څخه د باندې د دغه هېواد یو شمېر سیاسي کړیو دشاهزاده پهلوي د دغو څرګندونوهرکلی کړی دی چې په ایران کې د یو شاهي مطلقه حکومت د جوړیدو پلوي ندي.
خو بیا هم هغوی وایي تر اوسه څرګنده نده چې یو انتخابي شاهي حکومت د کوم میکانیزم له مخې رامنځ ته کیدای شي او د جمهوري نظام سره به څه توپیر ولري.
د ایران اوسنی حکومت چې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب په نتیجه کې رامنځ ته شو، په ټوله کې دغه موده کې یې هر ډول سیاسي مخالفت او یا د نظام د تغییر هڅې ځپلې دي. ددې جملې نه د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې د بخښنې د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې د دولت ضد پراخو مظاهرو په ترڅ کې په ایران کې ۳۰۰ تنه ووژل شول.