د لاس رسي وړ اتصالات

تخار کې د یوې کاندیدې په کمپاین‌غونډه کې چاودنې ۲۲ تنه وژلي


پرون شنبه (تلې ۲۱ مه) د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د یوې ښځینه کاندیدې د کمپاین په غونډه کې د چاودنې له امله ۲۲ تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د تخار د والي ویاند جواد هجران وايي چې یو شمیر ټپیان چې روغتون ته راوړل شوي د ټپونو له امله یې تاب نه دی راوړي او ساه یې ورکړې ده.

هغه زیاتوي چې په دغه پیښه کې د تلفاتو شمیر ۲۲ تنه دی چې یو تن په کې د ملي امنیت مامور هم شامل دی او نور ۳۶ تنه ټپیان دي چې ۳ تنه یې پولیس دي.

خو د تخار د عامې روغتیا ریس ډاکټر حفیظ الله صافی وايي چې روغتون ته د ۲۳ جسدونه او ۳۲ تنه ټپيان راوړل شوي دي.

د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي چې روستاق د تخار له امن ولسوالیو څخه حسابیږي، او د دوي د پېښې د څیړلو چارې روانې دي.

د روستاق ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د نظیفه یوسفي بیک د کمپاین په غونډه کې هغه وخت چاودنه وشوه، چې دغه کاندیده لا غونډې ته نه وه رسیدلې.

پخواني معلومات

د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې نن شنبه (تلې ٢١) له ماسپښین وروسته د ولسي جرګې د یوې کاندیدې نظیفه یوسفي بیک د کمپاین په غونډه کې چاودنه شوې ده.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیر امریکاغږ ته وویل چې چاودیدونکي مواد په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وو چې د غونډې له شروع کیدو وروسته یې انفجار کړی.

ښاغلی اسیر وايي چې په دغه چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي او ٣٥ تنه نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا په وژل شویو کسانو کې درې پولیس او یو تن د ملي امنیت مامور شامل دي.

ښاغلی اسیر وايي چې په چاودنه کې میرمن بیگ ته زیان ندی رسیدلی، خو عامو خلکو ته زیات زیان اوښتی دی، او زیاتوي چې کیدای شي د تلفاتو ارقام زیات شي.

په تخار کې تر دې مخکې عامو خلکو شکایت کاوه چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د کمپاینونو له پیل کیدو سره په تالقان ښار کې د وسله والو او تورو شیشو لرونکو موټرو شمیر زیات شوی دی.

د انتخاباتو لپاره د کاندیدیدو او نوم لیکنې په لومړیو ورځو کې هم د تخار ولایت کې یوه ښځینه کاندیده چې د ولسوالۍ شورا ته یې ځان نوماند کړی و د وسله والو له خوا تښتول شوې وه.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG