د لاس رسي وړ اتصالات

د لغمان په چاودنې کې د یو دیني عالم په ګډون څلورتنه وژل شوي


په تیره یوه اونۍ کې په کندهار، هرات او لغمان کې درې دیني عالمان په تروریستي بریدونو کې وژل شوي دي.
په تیره یوه اونۍ کې په کندهار، هرات او لغمان کې درې دیني عالمان په تروریستي بریدونو کې وژل شوي دي.

د لغمان ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز مهتلام اړوند د سلطان غازي بابا ښارګوټي په څلور لارې کې پر یو دیني عالم مولوی محمد یونس شمه خېل له موټر سایکل څخه په ګټې اخیستنې چاودنه شوې، چې مولوی شمه خېل، د هغه ساتونکی او دوه نور عام خلک پکې وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک امریکا غږ ته وویل چې په دغه پېښه کې دولس عام وګړي ټپیان شوي هم دي چې د لغمان په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

چاودنه پر داسې مهال شوې ده چې مولوی شمه خېل د جمعې له لمانځه وروسته کور ته پر لاره و.

ځواک وايي مولوی شمع خېل په سیمه کې د یو جومات امام و او ډېر وخت به یې د اوسني نظام پر پلوی خبرې کولې.

د پېښې یو عیني شاهد توفیق وايي چې په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي حالت ښه نه و او ځينې محصلین هم په پېښه کې زخمیان شوې دي.

دا په تیره یوه اونۍ کې پر دیني عالمانو درییم برید دی، چې په ترڅ کې یې دغه دیني عالم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په هرات کې دغبرګولی ۱۶ مه شپه وسله والو د دغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې د یو جومات خطیب مولوي عبدالسلام د هغه د کورنې د غړو پرمخ کې په ډزو وژلی وو.

د هرات ولایتي چارواکي وایي، کله، چې د زنده جان د ولسوالۍ د " اوغه" د کلي د جومات خطیب په جومات کې د تراویح د لونځ د ادا کولو وروسته کور ته ستون شو، طالب وسله وال یې کورته ورغلل او مولوي عبداسلام یې له خپل کور راویست او بیا وروسته یې هغه د خپلې کورنۍ د غړو په مخ کې په ډزو وواژه.

د هرات د پیښې وړاندې نا پیژاندو وسله والو د کندهار په ښار کې یو دیني عالم او د موی مبارک د جومات خطیب مولوي عبدالحق اخندزاده هم وژلی وو.

مولوي اخندزاده د ماسپښین د لمانځه له ادا کولو وروسته د وسله والو تر برید لاندې راغلی وو.

تراوسه د دغو دریو بریدونو مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG