د لاس رسي وړ اتصالات

په کوټه کې بمي چاودنې د "ملا هبت الله ورور" وژلی


تصویر د تازه پېښې نه دی، له ارشیف څخه اخیستل شوی دی
تصویر د تازه پېښې نه دی، له ارشیف څخه اخیستل شوی دی

دبلوچستان د کوټې د کچلاک په سیمه کې دېوې دیني مدرسې په منځ کې چاودنه شوې ده.

د امریکا غږ ډیوه څانګه وایي‌ چې په چاودنه کې د طالبانو د (مشر د هبت الله اخند د ورور مولوي احمدالله په ګډون) پنځه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي

مدرسه د کچلاک کلي د لنډۍ کلي په مدرسه یادیږي چې زیاتره پکې د افغان طالبانو د کوټې د شورا مشران پاتې کیدل.

ویل کیږی چې یو مهال ملا هبت الله اخند هم ددې مدرسې امام و، خو اوس یې ورور ملا احمدالله دا دنده لرله.

تراوسه معلومه شوې نه ده چې دې چاودنه کې دطالبانو نور کوم مهم مشران هم وژل شوی که نه؟ دا هم معلومه نه ده چې د چاودنې پر مهال ملا هبت الله په مدرسه کې و که نه؟

خود پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه کې چارواکي وايي چې د جمعې د لمانځه پر مهال په یو جومات کې دننه چاودنه شوې ده.

وايي څلور تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل دي. پېښه د اګست په ۱۶ وشوه.

د پولیسو یو مشر عبدالعلي وویل چې ښایي دا کنترول بمب و چې په جومات کې دننه ځای پر ځای شوی و او انفجار ورکړل شوی دی.

هغه وايي د پېښې قربانیان یې روغتون ته انتقال کړي.

تر دې دمه چا د دغې چاودنې مسولیت نه دی اخیستی. خو په تېرو دا ډول زیاتو پېښو کې د بلوچستان بیلتون غوښتونکې ډله ګرمه ګڼل شوې ده.

سره له دې چې پاکستاني چارواکي ادعا لري چې په بلوچستان کې یې امنیت ټېنګ کړی خو دغلته د ناامنیو پېښې لا هم کیږي.

XS
SM
MD
LG