د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران په چابهار برید کې ۲ کسان وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي


د ایران په چابهار ښار کې نن پنجشنبه د ( دیسمبر۶) په موتر بم برید کې لږترلږه ۲ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.

د ایران دولتي ټلویزیون د راپور له مخې دا چاودنه د چابهار ښار د پولیسو مرکز ترڅنګ شوې ده.

د چابهار د پولیسو قوماندانۍ سرپرست رحمدل بامري د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا ته ویلي چې په دغه برید کې ۲ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي، په ټپیانو کې ۸ ښځې او ۲ ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وايي چې برید کوونکی په موټر کې سپور وو چې پولیسو له برید څخه مخکې وپیژانده او غوښتل یې د پولیسو پر مرکز برید وکړي.

ددغه برید مسولیت تراوسه کوم کس یا ډلې په غاړه اخیستی نه دی، خو په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې د "انصار الفرقان" په نوم ډلې دغه برید ترسره کړی دی.

د انصار الفرقان ډله چې د ایران په سیستان او بلوچستان کې فعاله ده، تیر کال یې د خوزستان په ولایت کې د تیلو د لیږد پر پایپلاین د برید مسولیت په غاړه اخیستی وو.

د چابهار ښار د عمان سیند په اوږدو کې له پاکستان سره په ګډه پوله پروت دی.

د چابهار بندر له اقتصادي پلوه افغانستان لپاره هم ارزښت لري، په ۱۳۹۵ کال کې ایران، افغانستان او هند د اقتصادي راکړې ورکړې په موخه په چابهار بندر کې په ګډ کار موافقه وکړه.

د چابهار بندر د افغانستان له لارې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي، د افغان چارواکو په وینا د چابهار بندر په پرانیستل کیدو سره د سوداګرۍ په برخه د پاکستان په کراچۍ او ګواډر بندر د افغان سوداګرو تکیه کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG