د لاس رسي وړ اتصالات

نادال د ١٢ ځل لپاره د پاریس د تینس جام وگاټه


اسپانوي تینس باز رفایل نادال د پاریس جام د گټلو پر وخت
اسپانوي تینس باز رفایل نادال د پاریس جام د گټلو پر وخت

اسپانوي تینس باز رفایل نادال د پاریس د رونالد گاروس د تینس ستر جام د ١٢ ځل لپاره خپل کړ.

اسپانوي تینس باز رفایل نادال د پاریس د رونالد گاروس د تینس ستر جام د ١٢ ځل لپاره خپل کړ.

نادال چې د پاریس د تینس د میدان په څیر د لوبې په ډگر کې په لوبه کولو کې خاص مهارت لري، په وروستنۍ لوبه اتریشي لوبغاړي ډومینیک تیم ته ماته ورکړه.

د گرنسلیم په نامه د تینس په څلورو سترو جامونو کې لوبغاړي د یو بل په وړاندې پنځه میدانه لوبې کوي چې د پنځو نه د دریو لوبو گټل گټونکی ټاکي. په نننۍ لوبه کې نادال په څلورمه لوبه کې درې میدانه وگټل او جام یې خپل کړ.

رفایل نادال له ډومینیک تیم نه د لوبې د گټلو په شیبه کې
رفایل نادال له ډومینیک تیم نه د لوبې د گټلو په شیبه کې

نادال د جام د گټلو تر څنگ د رپوټونو له مخې شاوخوا ٢.٦ میلیونه ډالر نقدي جایزه هم خپله کړه. هغه تر اوسه د تینس ١٨ ستر جامونه گټلي او په مجموعي توگه یې نژدې ١١٠ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

دا ځل د پاریس پدغه جام کې وروستي پړاو ته د نړۍ د تینس اول، دوهم، دریم او څلورم نمره لوبغاړي راوتلي وو. په سیمې فاینل کې نادال راجرز فیدرر ته او ډومینک تیم د نړۍ لومړی درجه لوبغاړي نوواک جکوویچ ته ماته ورکړه او پدې توگه وروستۍ لوبه د نادل او تیم ترمنځ وشوه.

ددې جام په ښځینه لوبو کې په وروستۍ لوبه کې استرالیایي لوبغاړې اشلي برتي ځوانې (١٩ کلنې) چکۍ لوبغاړې مارکیټا وندروسووا ته ماتې ورکړه او وروسته له ۴٢ کالو وروستنۍ استرالیایي شوه چې ویې کړای شول د پاریس جام وگټي.

استرالیایي لوبغاړې اشلي برتي
استرالیایي لوبغاړې اشلي برتي

په ١٩٧٣ کال کې استرالیایي لوبغاړې مارگاریت کورت توانیدلې وه چې د فرانسې د تینس دغه ستر جام وگټي.

هر کال د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د تینس ورزش په لسگونو نړیوالې لوبې کیږي خو د تینس څلور ستر جامونه خورا مهم او مشهور دي. د کال لومړنی گرندسلیم جام د استرالیا په میلبرن ښار کې وي، دوهم ستر جام په پاریس کې، دریم په لندن کې او وروستۍ یې په نیویارک کې د "یو اس اوپن" په نامه جوړیږي.

XS
SM
MD
LG