د لاس رسي وړ اتصالات

نمانځغونډه: 'عبدالصمد خان اڅکزي د فکر او عمل ریښتونې نمونه وه'


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د شنبې پر ورځ د دسمبر پر ۳۰مه (مرغومي ۹) د بریتانیا په لوټن ښار کې د پښتنو د یو ملي او سیاسي مبارز عبدالصمد خان اڅکزی چې په خان شهید پېژندل کېږي، د ۵۰م تلین په تړاو یوه نمانځغونډه رابللې وه چې پکې د هغه د سیاسي مبارزې پر ارزښت ویناوې وشوې.

د لوټن ښار په یوه حجره ډول رسټوران کې دې ناستې ته یو برخوال او د پښتونخوا "میپ" د بریتانیا یو مخکښ فعال فایق خان وویل، چې عبدالصمد خان اڅکزی یو داسې سیاستوال وو چې د فکر او عمل یوه ریښتونې نمونه وه. هغه څه باندې اته لسیزې وړاندې خپله لور ښوونځی ته لېږله او دا یې نورو پښتنو ته ښووله چې هغوی هم پر خپلو لوڼو زده کړې وکړي.

ښاغلي فایق خان وویل: "خان شهید که د ښځو د تعلیم خبره کوله نو دا یې له خپله کوره شروع کړله، هغه خپله لور په باسیکل د سبق لپاره لېږله. دا په هغه وخت کې، او یا اتیا کاله وړاندې په هغه ټولنه کې، ډېر لوی کار و، نن، دا ستونزه ده چې نجونې به سبق وايي، که به یې نه وايي."

په دې غونډه کې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو خلاف هم ویناوې وشوې. پر دې مهال د پښتونخوا "میپ" د بریتانیا څانګې مشر فلکناز خان وویل، ګوند یې پر ولسواکۍ باور لري او په افغانستان کې هم ولسواکي او د نجونو تعلیم غواړي.

ښاغلي فلکناز خان وویل: "د افغانستان پر استقلال چې څوک هم کمپرومایز [جوړ جاړی] کوي، موږ هغه افغان نه ګڼو، دویم دا چې په افغانستان کې ولسواکي ډېره ضروري ده او موږ په افغانستان کې ولسواکي غواړو. طالبان به د ولس رایې ته خامخا احترام کوي، په زور کلي‌ نه کېږي، د ټوپک په زور به یې تر کومه کوي، او درېمه په افغانستان کې د نجونو تعلیم موږ هرومرو غواړو. د انسانانو نیمايي برخه ښځې دي، او ښځې چې تعلیم ته نه پرېږدې نو سوال نه پیدا کېږي چې دا وطن او دا قام پرمخ ولاړ شي."

فلکناز خان زیاته کړه که د نجونو پر تعلیم همداسې بندیز روان وي، نو پنځه کاله وروسته به په افغانستان کې ډېر بد حال وي چې له انساني تصوره وتلې کیسه ده.

د غونډې یو بل برخوال او مدني فعال عبدالعزیز معارج د عبدالصمد خان اڅکزي پر ادبي او علمي اړخ وینا وکړه، هغه وویل چې خان شهید په ډېره کم-عمري کې د بلوچستان له پښتون میشتې سیمې ګلستان څخه د انګرېزي ښکېلاک پرضد سیاسي مبارزه پیل کړې وه، او د ژوند لویه برخه یې په زندانونو کې تېرې شوې وه، خو هغه د قید او بند په شپو ورځو کې نه یوازې یو شمېر ژبې زده کړې وې بلکې ګڼ کتابونه یې هم لیکلي وو.

ښاغلي معارج وویل: "خان شهید د کوټې په زندان کې صمدالغات [سیند/ډکشنري] لیکلی وه چې پکې یې د پښتو ژبې زرګونه الفاط راټول کړي دي. زما ژوند، دا کتاب هم هغه په زندان کې لیکلی دی، پښتو ژبه او لیک دود، دا یې په ۱۹۵۶ کال په کوټه کې چاپ کړی دی. هغه اردو، فارسي، عربي او انګلیسي ژبې په زندان کې زده کړې. هغه چاپ خانه جوړه کړې وه، استقلال اخبار یې راایستلی و، د مچ زندان کې یې ترجمان القرآن پښتو کړی وو. د شیخ سعدي ګلستان یې پښتو کړی، دا کتاب یې په ۱۹۵۰ کال د هریپور زندان کې ژباړلی دی. کیمیا سادت، سیرت النبي، د ازادۍ افق نومي کتابونه یې پښتو ته ژباړلي دي."

د پښتونخوا "میپ" یو غړي او فعال وکیل یوسف خان بیا غونډې پرمهال له امریکا غږ سره په خپرو کې وویل چې د عبدالصمد خان اڅکزي د سیاسي شعور د بیدارۍ لامل په ۱۹۲۹ کال د افغانستان د مخکینی پاچا امان الله خان د جلاوطنۍ پېښه وه او هغې د دې کیسې ذکر په خپل ژوندلیک، زما ژوند کې کړی دی.

ښاغلي یوسف خان وویل: "کله چې غازي امان الله خان وطن پرېښودو نو د چمن پر لار د هغه مخې ته ډېر خلک راوتلي وو، نو دغه وخت خان شهید لا ځوان هلک و، دی هم مخې ته وروتلی و، دوه عسکر چې یو انګرېز و او بل هندی، د انګرېز افسر بوټان په باران کې په خټو سخا شوي وو نو هندي عسکر ورپاکول، دې کیسې د خان شهید پر ژوند ډېر بد اغېز کړی او دې ته یې په خپل ژوندلیک کې د بادار او غلام کیسه ویلې ده".

وکیل یوسف خان زیاتوي چې د پښتنو د غلامۍ او د انګلیسانو د واکمنۍ دویمه بېلګه بیا د عبدالصمد خان اڅکزي د بلوچستان او افغانستان ترمینځ د یوې جرګې جوړول وو. خان شهید لیکي چې د افغان او د انګرېزي هند د چارواکو ترمینځ دا جرګه په ۱۹۳۱ کال پر ډیورنډ کرښه د یوې کشالې هواري لپاره کېدله، د کرښې یوې غاړې ته په چمن کې د جرګې پر خېمه د انګلیسي واکدارانو بیرغ لګېدلی و او بلې غاړې ته د کندهار په بولدک سیمه کې پر خېمه د ازاد افغانستان بیرغ رپیده، چې دې په خان شهید باندې د غلامۍ او ازادۍ په باب فکر نور هم ژور کړی دی.

عبدالصمد خان اڅکزی په ۱۹۰۷ز کال د جولای پر اوومه نېټه د ګلستان په عنایت الله کارېز کې زیږیدلی وو، چې د ژوند لویه برخه یې په سیاسي مبارزه، د هند په نیمه وچه کې د انګرېز واکمنانو او ورپسې د پاکستان په زندانونو کې تېره کړه، نوموړی د ۱۹۷۳ کال د ډسمبر پر دوهمه نېټه په کوټه ښار کې په خپل کور کې په لاسي بمونو وژل شوی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG