د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال به د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ ټنو ته ورسیږي ـ کرنې وزارت


د فراه د مرکز په ګډون په بالابلوک، پشت رود، خاک سفید او انار دره ولسوالۍ کې د انارو باغونه شته
د فراه د مرکز په ګډون په بالابلوک، پشت رود، خاک سفید او انار دره ولسوالۍ کې د انارو باغونه شته

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال به د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ ټنو ته ورسیږي.

کرنې وزارت نن چهارشنبه سپټمبر۱۶ (وږې ۲۶) ویلي چې په فراه ولایت کې پر۸۵۷۲ هکتاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي. د انارو دغه باغونه د فراه ولایت د مرکز په ګډون په بالابلوک،پشت رود، خاک سفید او انار دره ولسوالۍ کې دي.

د کرنې وزارت په اعلامیه ویل شوي: "په فراه کې د انارو حاصلاتو راټولولو وخت تازه پيل شوی دی، وړاندوینه کیږي چې د سږ کال حاصلات به ۱۵۰مټریکه ټنو ته ورسیږي."

د فراه ترڅنګ د افغانستان په کندهار، کاپیسا او بلخ ولایتونو کې هم انار شته، خو د کندهار انار په نړیواله کچه شهرت لري.

کرنې وزارت روانه میاشت وویل چې د کندهار ولایت انارو حاصلاتو کې هم نسبت تیر کال ته لس سلنه زیاتوالی راغلی دی چې په وینا یې روان کال به ترې ۱۹۰ زره ټنه حاصل ترلاسه شي.

د کرنې وزارت په فراه کې د انارو د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي، خو دا پداسې حال کې دي چې کروندګر او باغ لرونکي د خپلو حاصلاتو لپاره د نړیوال بازار او مارکېټ پیدا کولو غوښتنه کوي.

د افغانستان ډېرې وچې او لمدې مېوې په نړیواله کچه مینه وال لري، خو ددې صنعت لپاره بازار موندل او صادرات تل یوه ستونزمنه مسله ده.

که څه هم د هوايي دهلیزونو له لارې له څو کلونو راهیسې د افغانستان صادرات ترسره کیږي خو دغه ډول صادرات ګران تمامیږي او سوداګر نشي کولی د افغانستان ټولې مېوې نړیوالو بازارونو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG