د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د نشه یي توکو پر فابریکو برید کې "ملکیان نه دي وژل" شوي


د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو په دغو عملیاتو کې د ملکیانو وژل رد کړي
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزراتونو په دغو عملیاتو کې د ملکیانو وژل رد کړي

د افغانستان د دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړي چې وایي په فراه کې د "طالبانو د نشه يي توکو په فابریکو" باندې هوايي برید کې ولسي خلک وژل شوي.

د رویټرز خبري اژانس د دفاع وزارت د چارواکو له خولې لیکلي دي چې په دغو هوایي بریدونو کې د طالبانو شاوخوا ۱۵۰ غړي وژل شوي دي. د فراه ولایت چارواکو هم د نړیوالو او افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې ادعاوې رد کړې.

د فراه د والي ویاند محب الله محب وایي چې په دغو هوایي بریدونو کې شاوخوا ۵۰ طالبان وژل شوي، شاوخوا ۴۰ ژوبل شوي او په وینا یې پدې بریدونو کې د نشه يي توکو د تولید او پروسس ۶۸ فابریکې هم ویجاړې شوي دي.

ښاغلي محب وویل چې دا عملیات له څو میاشتو پلټنو او تحقیقاتو وروسته وشول. برید د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د اشکین کاریز او پلوشې په کلیو کې شوی دی.

د فراه د ولایتي شورا غړی داد الله قانع هم وايي چې په دغو عملیاتو کې یوازې وسله وال طالبان وژل شوي دي او د هغوی د نشه يي توکو فابریکې ویجاړې شوي دي.

د کورنیو چارو وزرات ویاند نصرت الله رحیمي هم په خپل فیسبوک کې یوه ویدیو خپره کړې چې د هغه په وینا د فراه د ولایت د هوايي برید ویدیو ده. هغه وايي په دغو عملیاتو کې یوازې طالبان وژل شوي او د مخدره توکو فابریکې یې ویجاړې شوي دي.

په همدې حال کې د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۴۵ هغه ملکیان وژل شوي چې په دغو فابریکو کې یې کار کاوه. هغه وویل په بریدونو کې ۱۸ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم په دغو بریدونو کې د ملکیانو د تلفاتو خبره رد کړې ده. خو طالبان ادعا کوي چې په برید کې ولسي خلک وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG